ګـــــــــيله
کونګري ژړل... مور يې راغله، بچي ته يې وکتل، په خاورو سپيره و، غاړې ته يې خيرن پړی ور لوېدلی و، په لکۍ پوري يې هم پلاستيکي خلطه غوټه وه.
مور يې په کاوړ وويل:
_چا دومره ځورولې يې؟
کونګري ژړل...
مور يې په پاسته غږ وويل:
_چرګې دا کار کړی؟
کونګري د (( نه )) په بڼه خپل سر وخوځاوه.
مور يې وويل:
_خوسکی و.
_نه
_ام م م م م پيشکه؟
_نه
مور يې فکر په مخه کړه، ورو يې وويل:
_دلته خو بل څوک نه اوسي.
کونګري خپله لکۍ وخوځوله، په غريو کې يې وويل:
_انسان و.
مور يې يودم وخندل، د کونګري پر سپيره مخ يې خپله پسته ژبه تيره کړه، ورو يې وويل:
اه ګرانه! راځه چې ځو، له انسانانو څه ګيله!!!