د افغان حال
لوړې ژورې, شاړې دښتې شنې درې مې دملک
ټولې زما په وینو سرې دی زه به چیری ولاړشم
په ستړو خوارو مې دقام ټول هیوادونه ډک دی
خدایه! دا څه سختې شېبې دې زه به چیری ولاړشم
چې د جهان سوکالې ووینم نیمه, نیمه شم
پرما د غم توری تیاری دی زه به چیری ولاړشم
زه د بیوزلو په حال ژاړم دخوارانو مل یم
دلته ځوری کیږی که هوری دی زه به چیری ولاړشم
زما کیسه کی بی له غمه به نور څه نه اشنا
په غم لړلی افسانۍ دی زه به چیری ولاړشم
څوک به پیدا شی چې په خوار ولس می زړه وسو ځوی
په هر زړه سواند مې دا ناری دی زه به چیری ولاړشم
زبیده زړونه لټوم چې په کی درد پیدا کړم
خو افسوس دا کیسی زړې دی زه به چیری ولاړشم
بیا دې جهان کړل راته اور د مظلوم یار قلمه
دا څه د ويری سوی نغمې دی زه به چیری ولاړشم

Comment