شعر
سیدشاه سعود
یوه شیبه غوندې یې تیره به شې
یو وخت به راشي رانه هېره به شې
لکه دروح مې ځانته مه رابوله
لکه وجود رانه چاپېره به شې
چې درته ګورمه پنا یې را نه
چې سترګې پټې کړم برسېره به شې
که راسره یې نو همدومره به یې
که رانه بېله شوې نو ډېره به شې
(سعود) نه سترګې بل ته مه اړوه
نظر دېوال دی پکې ګېره به شې
سیدشاه سعود
یوه شیبه غوندې یې تیره به شې
یو وخت به راشي رانه هېره به شې
لکه دروح مې ځانته مه رابوله
لکه وجود رانه چاپېره به شې
چې درته ګورمه پنا یې را نه
چې سترګې پټې کړم برسېره به شې
که راسره یې نو همدومره به یې
که رانه بېله شوې نو ډېره به شې
(سعود) نه سترګې بل ته مه اړوه
نظر دېوال دی پکې ګېره به شې
Comment