ستا محبت کښې شوم رسوا جانانه
نور به زۀ نه درځم پۀ خوا جانانه
داسې رنځور شوم چې علاج مې نشته
ته مې طبيب شه ،ته دوا جانانه
زړګے مې وچاؤدو ټوټې ټوتې شو
چې شوې رقيب سره پخلا جانانه
پۀ ميخانه کښې جام پۀ سر اړوم
ستالۀ ديدن شوم بينوا جانانه
درقيب مخکښې چې پيغور دې راکړو
زړۀ مې ټوټې ټوټې شو بيا جانانه
چې دکاکړ جنازه ګورته يوسى
بيا به مدام کوې ژړا جانانه
نور به زۀ نه درځم پۀ خوا جانانه
داسې رنځور شوم چې علاج مې نشته
ته مې طبيب شه ،ته دوا جانانه
زړګے مې وچاؤدو ټوټې ټوتې شو
چې شوې رقيب سره پخلا جانانه
پۀ ميخانه کښې جام پۀ سر اړوم
ستالۀ ديدن شوم بينوا جانانه
درقيب مخکښې چې پيغور دې راکړو
زړۀ مې ټوټې ټوټې شو بيا جانانه
چې دکاکړ جنازه ګورته يوسى
بيا به مدام کوې ژړا جانانه
Comment