غزل
له ډبروزړه راوباسه غمى شه
په مستۍ راشه له سره بيازلمى شه
که په ښارکې طبعه خړى يې له خلکو
بياخوتوروغروته خېژه غرڅنى شه
ته يې ګل په پښوکې ږدې وايي اغزى دى
داسې وکړه چې دخپل پټکي رېدى شه
څپلۍ وباسه پښې يبلې منډه واخله
دښکلاقافله لاړه ګړندى شه
پرخپل زړه باندې پښې کېږده ترى تم شه
غاړکۍ دچادغاړې يابنګړى شه
خلک وايي چې نغمې دې په سلګودي
له چناره راپرېوتى يې ژوندى شه
ديارانونظروخوړې کاروانه
که منې مې سپېلنى شه لېونى شه
Comment