معلم ته شعر
شاعر: پير محمد كاروان
د ښوونكي د ورځې په مناسبت
لايق د درناوي دی او لايق د احترام دی
معلمه ستامقام ته زمونږ سل ځله سلام دی
طبيب دی د رنځونو او د ګران وطن معمار دی
د ټولوافتخاردی
په هر چا باندې ګران لکه د مورلکه د پلاردی
د ټولوافتخاردی
له تندې نه موساتې د ژوندون د اوبوجام دی
د جهل په تياروپسې راوتی لکه لمردی
زمونږد زړګي سردی
په سپک نظريې مه ګورئ وارث د پيغمبردی
زمونږد زړګي سردی
اوچت يې ترپاچا او تروزيرنه هم مقام دی
معلم دی په خواږه نظريې هربوټی کيميا دی
د هر مرض دوا دی
غباريې د قدم لکه رانجه لکه توتيادی
د هر مرض دوا دی
د سولې ،آبادۍ د محبت ښکلی پيغام دی
Comment