Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

کلیزه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کلیزه

    کلیزه

    نن مې د خپلې تنهایۍ
    دیرش کلني لمانځمه
    پوره دیرش کاله وشوه
    چې زه د خدای په دغه لوی اسمان کې
    یو ستوری هم نه لرم .
    پوره دیرش کاله وشوه
    چې د لمر سترګه مې لېدلې نه ده
    او له مودو راهېسې
    د تورې شپې سره په غبرګ غږ کې
    سندرې وایم .
    نن دیرش ډېوې پکار دي
    چې پرې دلمر د سترګې یاد ولمانځم
    ورپسې ډېر خپه یم
    که چېرې تاته لمر په مخه درغی
    زما سلام پرې وايه
    او ورته ووايه چې


    زه لاهماغسې بې سېوري یمه
    او لا هماغسې لاره ورکی
    او بې لوري یمه
    که چېرې تاته لمر په مخه درغی
    زما سلام پرې وايه
    او ورته ووايه چې
    زه په خپل سیوري پسې دېر خپه یم
    غواړم چې یو ځل مې خپل سیوری پر دېوال ووینم
    غواړم چې سیوري ته مې
    څو کورنۍ کوترې ځالې وکړي

    که چېرې تاته لمر په مخ درغی
    زما سلام پرې وايه
    او ورته ووايه چې
    نن مې د خپلې تنهایۍ دیرش کلني لمانځمه
    پوره دیرش کاله وشو
    چې زه د خدای په دغه لوی اسمان کې
    یو ستوری هم نه لرم
    او دادی کلونه وشوه
    چې په دې لویه او پراخه مځکه
    خپل سیوری هم نه لرم .



    انتظــــــــــــــــــــــــــــــارخان
    0093-795-50-50-21
    0092-346-888-9230
    Great.pathan007@yahoo.com
    :rose




  • #2
    Re: کلیزه

    deeer kha ....ror.....

    Comment


    • #3
      Re: کلیزه

      wah intezar khana der zaberdast.
      sigpic

      Comment


      • #4
        Re: کلیزه

        zabardast!! der shukali de.

        stasi na hela kezi ... che khapal Phone/Address lekhal dalta mana de. :)
        u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

        :pr:

        Comment


        • #5
          Re: کلیزه

          khana... pa mehrabani sara phone/address edit kara...
          ow da shair font ghat kara.
          u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

          :pr:

          Comment

          Working...
          X