Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

هغه ورځ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • هغه ورځ

    هغه ورځ

    لږه تم شه! ښايي هغه ورځ به راشي
    زما او ستا ورکې کوترې به پیدا شي
    هېڅ بدرنګه به په ښارکې پاتې نه وي
    او مجنون به موده پس له صحرا راشي

    هغه ورځ چې د خوماردور به تېروي
    ملنګان به ځای ځاي ناست وي بنګ به ډېر وي
    سیندبه ستایوې خوږې خندا په څېر وي
    هلکان به له ربابه راچاپېر وي

    داسې ورځ چې اندېښنه به لېونتوب وي
    د هر لفظ مانابه بشپړ مئینتوب وي
    تر سبا به کنډولې د بنګو ویشي
    تښتېدلی له ساقي څخه به خوب وي

    د ادېوان به له ېوې څېرمې ګونګي وي
    ښاپېرۍبه مېلمنې دغره د رود وي
    دهرچا به پوره زر سندرې زده وي
    او مچکه به تر ټولو وړ سرود وي

    دظالم پاچا به ورانه پاچايي وي
    په هرڅه به بس د حسن واکمني وي
    ربابي به د دربار په منځ کې ناست وي
    او وزیر په ځنځیرونو کې بندي وي

    هغه ورځ به واړه ښار یو ټپه وي
    داټوپک او څوکېدار به پکې نه وي
    بې ځنځیره به د هر کور دروازه وي
    او کلپونه به نو هېره افسانه وي

    لږه تم شه ښايي هغه ورځ به راشي
    زما او ستا ورکې کوترې به پیدا شي
    هېڅ بدرنګه به په ښارکې پاتې نه وي
    او مجنون به موده پس له صحرا راشي



    انتظــــــــــــــــــــــــــــــارخان



    Last edited by *Hala*; 24 July 2009, 20:53. Reason: plz Avoide to write ur phone number. !!

  • #2
    Re: هغه ورځ

    Deer kha ......ror...abad wosy

    Comment


    • #3
      Re: هغه ورځ

      deer kha!! stasi da nor shairo pa intizar

      aya da tasi lekhali de?
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment

      Working...
      X