زه چې ښکلا یم د سینګار خبرې زده دي راته
په خدای د مینې د ګفتار خبرې زده دي راته
ما د ښایست ښوونځۍ ټولې لوستې
د هر نښتر او د چنار خبرې زده دي راته
د خړ بلبل په سندریزه څانګه
د سره ګلاب او د ګلزار خبرې زده دي راته
انوار د مینې مې لېمې تخڼوي
د تکو سرو شونډو د ښار خبرې زده دي راته
د جادويی موسکا په کوډو باندې
زه هر ډګر وړم د قمار خبرې زده دي راته
له ما به لرې ځې خیالي هلکه
د لیونتوب او د خمار خبرې زده دي راته
بیا به ګیله کوې چې پوه دې نه کړم
د ملنګۍ هزار هزار خبرې زده دي راته:
انتظار خان:
په خدای د مینې د ګفتار خبرې زده دي راته
ما د ښایست ښوونځۍ ټولې لوستې
د هر نښتر او د چنار خبرې زده دي راته
د خړ بلبل په سندریزه څانګه
د سره ګلاب او د ګلزار خبرې زده دي راته
انوار د مینې مې لېمې تخڼوي
د تکو سرو شونډو د ښار خبرې زده دي راته
د جادويی موسکا په کوډو باندې
زه هر ډګر وړم د قمار خبرې زده دي راته
له ما به لرې ځې خیالي هلکه
د لیونتوب او د خمار خبرې زده دي راته
بیا به ګیله کوې چې پوه دې نه کړم
د ملنګۍ هزار هزار خبرې زده دي راته:
انتظار خان:
Comment