مينه د مينې پيدا کيږي په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه
مين زړګي ته مې سلام دی چې تمامي عمر په صبر تېرومه
جانان په هيڅ نه رضا کيږي د دروغجن ملا دې ورک شي تعويذونه
څنګه د ورايه په خندا شوې لکه ځې غم دې د زړه ټول هېر کړی وينه
الله دې تا په چا مين کړي چې په تن روغ يې زړه دې پټ کوي دردونه
ستا د ګيلاس پشان غړۍ ده زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينه
په خولې توبې توبې اوباسم په تا مين زړګی توبې نه قبلوينه
جانانه غم دې دومره خوږ دی چې د دنيا خواږه يې خاورې ايرې کړنه
زه په عاشق سړي پوهېږم د دروازې په ځنځير ځان مشغولوينه
عاشق سړی له رنګه تور وي سوی په اور وي معشوقې رټلی وينه
جانانه فکر پکې وکړه مينه سور اور دی وارخطا نشې مينه

Comment