زه او ګناه
يو ساعت کېده چې هغه کور ته ننوتلي وو . کله چې موږ راغلو تپه تياره وه خو اوس سپوږمۍ راختلې وه او په تته رڼا کې يې يو ماشوم مالومېده چې د خپلې مور په څنګ کې وېده و. د دواړو مخونه د سپوږمۍ رڼا کې ښکارېدل ، هغوې د کوټې په منځ کې پراته وو. موږ خبر وو چې دا شپه په دې کور کې يوازې همدا مور او زوى پاتې وو ، د هلک نيکه هم په خونه کې و خو هغه لاندې چت کې پروت و. زموږ کار نور خلاص و ، ملګرى مې څو شېبې مخکې له نغدو پيسو سره ووت ، زه پاته شوم چې د سرو زرو چاره وکړم ، ښه و زر پيدا شول ، د کوټې په بر سر کې د سينګار د مېز دپاسه پراته وو. اوس نو زما د وتلو وخت و، په کراره دروازې خواته روان شوم ، کله چې د کړکۍ له مخې تېرېدم زما سيورى د ښځې پر مخ ولوېد ، همدا چې مې بل ګام واخيست او سيورى مې د هغې له مخې تېر شو ناڅاپه راويښه شوه . زما په لېدو ځاى په ځاى کېناسته لــږه شېبه له ډاره پخپل ځاى وچه شــوې وه خو څنګه يـــې چــې خوله چيغو ته خلاصه کړه ، ما ورټوپ کړ ، کيڼ لاس مې د هغې پر خوله کېښود، يوه ګوته مې يې تر غاښو لاندې شوه ، خوله يې رالګوله ما په بل لاس د هغې پوزه بنده کړه ، سا يې بنده شوه ، خوله يې سسته شوه او زما ګوته يې خوشې کړه . زه يې شاته ناست وم ، د هغې سر زما پر ګونډې لګېدلى و. زورونه يې وهل خو له ما نه چېرې خلاصېدى شوه . نه پوهېدم چې څه وکړم. که يې خوشې کړم خو شور جوړوي ، چيغې وهي او خلک راباندې خبروي، او که همداسې يې ونيسم مري. مړه يې کړم که پرې يې ږدم . دا خو د شرم خبره ده چې يوه بې وسه ښځه ووژنم ، که نر واى بيا مې دومره چورت پرې نه واهه خو د ښځې وژنه ، نه دا زما له لاسه نه کيږي. لاس مې ورو ورو له خولې نه يې ايسته کړ ، هغې په ټول زور چيغه وکړه خو چيغه يې همداسې په ستوني کې وچه شوه ما يې خوله ډېر ژر بېرته ور بنده کړه حيران وم چې څه وکړم ، که همداسې يې خوشې کړم او په منډه له کوره وتښتم نو څنګه به شي ؟ نه داسې نه کيږي که دغه کوټه اول چت کې واى خو بيا يو څه کېده، خو اوس تر څو چـې زه له دې دويم چت نه کوزېـږم د ښځــې چيغه د هغې خسر را ويښوي هغه به له لاندې نه دې خواته راودانګي او ما به په پوړيو کې ونيسي.انډيوالان مې د سراى د ديواله شاته پټ دي هغوې به وتښتي خو زه به ونيول شم. ښځې په دې ټوله موده کې هڅه کوله چې ځان خوشې کړي ، خو اوس يې لغتې هم غورځولې، د کوټې کنج ته مې راوڅکوله ما وې چې لغته يې پر کوچني ونه لګېږي که يو ځل ماشوم را ويښ شي نو زما کار ختمېږي ، بيا نو د تيښتې لاره راته نه پاتې کېږي. چاړه مې له جيبه راوايسته ما وې له شره به يې ځان خلاص کړم خو ماشوم ته مې ورپام شو زړه مې وسو ، که غټوکى واى دومره پروا مې نه کوله خو هغه به ايله د لسو مياشتو و. چاړه مې بېرته جيب ته کړه ، په يوه لاس مې د هغې خوله او پوزه دواړه ټينګې نيولې وې په بل لاس مې د هغې لاسونه چې زما پرلاس يې نوکان ښخ کړي ووټينګ کړل. هغې شټنکې وهلې لکه سړى چې په اوبو کې ډوب شي هرې خواته يې لاس او پښې اچولې . زړه مې هم پرې خوږېده خو ځان هم راباندې ګران و، څه به مې کړي واى د چارې په فکر کې وم چې څنګه به له دې جنجاله ځان خلاص کړم. نه پوهېږم چې څومره وخت په چورت کې ډوب وم خو يو وخت مې پام شو چې ښځه نوره کراره شوې ده لاس او پښې نه غورځوي ، ټول بدن يې مړ پړ دى ، ورو ورو مې لاس له خولې يې نه لرې کړ خو هغې چيغه ونکړه ، غوږ مې پوزې ته ورنږدې کړ سا يې نه کښله ، هغه مړه شوې وه. يو دم مې زړه کښته ولوېد، ټول بدن مې په لړزه شو ، ښځه مې هماغسې پر ځمکه څملوله . زه په خاپوړو ورنه رهي شوم د ودرېدو توان مې نه درلود، ډېر وېرېدلى وم . د ماشوم له څنګه هماغسې په خاپوړو تېر شوم ، کرار کرارودرېدم او په لړزاندو ګامونو له کوټې نه ووتم. نه پوهېږم چې د سراى تر دروازې څنګه ورسېدم او څنګه پر ديوال واوښتم. انډيوالان مې دواړه زما په ليدو په بېړه زما خواته راغلل. په ټيټ غږ يې رانه وپوښتل :
_ ته چېرې ورک شوې ؟
زه لکه پاڼه رېږدېدم ، غاښونه مې کړس کړس سره لګېدل لکه سړى چې د ملاريا تبه نيولى وى بيخې همداسې لړزې اخيستى وم . خبرې مې پرې پرې کېدې ومې ويل :
_ هه ....غه....ښـ....څه
_ سم غـږېــږه ولې داسـې رېـږدې ؟
_ هغه ....هغه ښځه.....رانه .....رانه مړه شوه.
_ ولې ؟
_ را...راويښه شوه.
_ څنګه دې ووژله ؟ چاړه دې څه کړه؟
_ راسره ده ....په جيب کې ....هغه مې ...په لاس ..باندې خپه کړه.
دواړو يو بل ته سره وکتل بيا يې وخندل يوه يې وويل :
_ توره بلا ورپسې ، ښه شو چې راووتې.
بل يې وويل:
_ ډارېـږه مه . دې کارو سره ورو ورو بلدېـږې. درځئ چې ځو ، هله !
له هغې شپې نه درې کاله تېر شوي . لس دولس کسان مې نور هم وژلي دي خو اوس مې لاسونه نه رېږدي ، د سړي وژنه راته داسې ده لکه قصاب ته چې د مال وژنه ده. خو تر اوسه پورې مې هم د هغې شپې يادونه ځوروي. هر کله چې د شپې يوازې اوسم هماغه شپه مې راپه ياد شي ، هماغسې وېره راباندې راشي ، زړه مې ولوېږي ، سر راباندې وڅرخي ، لاسونه او پښې مې ، ټول بدن مې ورېږدي ، ځاى پر ځاى کېنم ،سګرټ ولګوم ، سر په سر څو کشه ورنه وڅکووم خو خوند رانکړي ، ايسته يې وغورځوم . د ماشوم چيغې واورم چې مورې مورې نارې وهي او ژاړي. مور يې پرته وي ، دى په خاپوړو هغې ته ځان ورسوي پخپلو کوچنيو لاسونو د هغې زنه وښوروي او مورې مورې نارې ووهي، خو مور يې هماغسې پرته وي. له دې سره توبې وباسم ، او خدايه توبه مې کړې.....بد مې کړى....ته مې وبخښې....يا خدايه دا څه بد مې کړى.....ته مې وبخښې.په دې خبرو هم هوسا نه شم ، وژاړم ، خداى ته زارۍ وکړم او وژاړم ، تر هغې وژاړم چې نور په ځان پوه نشم او خوب راشي ، خوب ، يوازې خوب مې له دې کړاو نه خلاصولاى شي. وېده شم ، خو سهارچې له خوبه راويښ شم هر څه مې هېر وي ، سهار بيا خپلو ملګرو ته ورشم پوښتنه وکړم : هلکانو څنګه چل دى ؟ کوم نوى ښکار مو درک کړى
دى که نه ؟

Comment