سر ټيټول
ګلې دا ستا واړه شرطونه منم
خو صرف دا يو شرط که دې بيرته واخلې
ګلی له تانه به ځوانی قربان کړم
ګلې له تانه به غربت قربان کړم
ګلې خپل ځان به سپيلنی کړم تاته
غواړم چې وينې مې له تا قربان کړم
خو صرف دا يو شرط که دې بېر ته واخلې
هغه شرط ماته يې منل ګران دي
هغه شرط ماته يې زغمل ګران دي
په هغه شرط باندې زه بد ښکاريږم
په هغه شرط باندې زه سپک ښکاريږم
هم په دنيا هم اخرت به سپک يم
خيردی ليمې به مېی کړم ټيټې درته
خير دی دا سربه مې سرتور کړم تاته
خير دی عذرونه به هم ډير وکړمه
په ننواتو به دې کورته درشم
دا ستا د در به ملنګي وکړمه
خو <<سر ټيټول >> پښتون نه مه غواړه ته
هو زه پښتون يم سرمې تاته ټيټولی نشم
سر ټيټول پښتون ته زيب نه کوي
زما محبوبې صرف همدغه شرط دې بيرته واخله
سرټيټول پښتون نه مه غواړه ته
:rose :rose
ګلې دا ستا واړه شرطونه منم
خو صرف دا يو شرط که دې بيرته واخلې
ګلی له تانه به ځوانی قربان کړم
ګلې له تانه به غربت قربان کړم
ګلې خپل ځان به سپيلنی کړم تاته
غواړم چې وينې مې له تا قربان کړم
خو صرف دا يو شرط که دې بېر ته واخلې
هغه شرط ماته يې منل ګران دي
هغه شرط ماته يې زغمل ګران دي
په هغه شرط باندې زه بد ښکاريږم
په هغه شرط باندې زه سپک ښکاريږم
هم په دنيا هم اخرت به سپک يم
خيردی ليمې به مېی کړم ټيټې درته
خير دی دا سربه مې سرتور کړم تاته
خير دی عذرونه به هم ډير وکړمه
په ننواتو به دې کورته درشم
دا ستا د در به ملنګي وکړمه
خو <<سر ټيټول >> پښتون نه مه غواړه ته
هو زه پښتون يم سرمې تاته ټيټولی نشم
سر ټيټول پښتون ته زيب نه کوي
زما محبوبې صرف همدغه شرط دې بيرته واخله
سرټيټول پښتون نه مه غواړه ته
:rose :rose
Comment