Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

ګل اواغزي .....................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ګل اواغزي .....................................

    ګل اواغزي

    يوڅوكلونه مې د ژوند له كلو بيرته باسم
    ژوند كې يې نه شميرمه
    زه مې دژوند كليز له سره كا ږم
    دا څو كلونه مې پخپل عمر كې نه شميرمه
    پوهيږې كوم كلونه؟
    هغه كلونه چې له تا سره مې مينه وكړه
    هغه كلونه چې مې عقل را نه تا وړى و
    هغه كلونه چې مې ذهن كې يوازې ته وې
    هغه كلونه ستا د عمر په كلو زياتوم
    دا څو كلونه مې د ژوند له كلو بيرته باسم
    ژوند كې يې نه شميرمه
    په دې اميد چې را نه هيره شي ته
    په دې اميد چې بيا دې ياده نه كړم
    رښتيا:
    كه دا كلونه مې دژوند له كلو بيل كړم
    را نه هيره به شې؟
    نه نه تا هيرولاى نه شم
    ته مې په خټه كې يې
    را ځه له بلې دې خبره كړمه
    زما كوټه كې دكړكۍ خواكې دلمر رڼا ته
    هغه خاورين ګلدان كې ګل درته ياديږي كه نه
    چې ته به نه وې ، زه بې خوا ته ناست وم
    چې ته به رانغلې نو مړاوى به شو
    اوس چې ته نه راځې هميش تازه وي
    پوهيږې تيره ورځ مې څه وكول
    دهغه ګل تر څنګ مې وكاره د ځوځو بوټى
    ستا به باور و نه شي
    سهار چې پا څيدم له خوبه څخه
    ګل او اغزى په يوه بوټي كې وو
    زه ورته ګورم ته مې ياديې
    ته مې نه هيريږې
    نو:
    كه هغه څوكاله مې وباسم دژوند له كلو
    بيا به مې هم ته چيرته هيره نه شې
    زماپه ذهن كې دمينې او كينې جګړه ده
    زما په ذهن كې اغزي او ګلا ن دواړه اوسي
    Last edited by *Hala*; 18 May 2009, 14:49.
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: ګل اواغزي .....................................

    Der kha

    siggy de dera zabardasta lagawali da

    Comment


    • #3
      Re: ګل اواغزي .....................................

      manana....
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment

      Working...
      X