له ځان سره د ميـنې مخنيوى
اوس نو باور لرم، چې د مينې وړ، يو ځواكمن انسان يم، حال دا چې پخوا به مې ځان د كركې وړ يو كمزورى موجود ګاڼه. پوهېږم چې هېڅ څيز نه دى بدل شوى، يوازې مې د ځان په اړه سوچ او فكر بدل شوى دى. هغه څه چې په نړۍ كې شته، پخوا هم وو، خو ځان راته بدل ښكاري. اوس نو ما ته له ځان سره مينه اسانه او طبيعي ده. خو تر اوسه پورې دغه كار راته ستونزمن ښكارېده.
موږ له نامحدودې مينې سره ژوند پيلوو. د ودې په بهير كې يې د ځان او ژوند په اړه ځينې پايلې لاسته راوړو، چې موږ له ځانه سره د مينې په اړه خبرو ته هڅوي."زه د مينې وړ نه يم"، دغه ډول فكر په دوه كلنۍ يا دوه ويشت كلنۍ كې زموږ په ذهن كې ځاى نيسي. خو په دېرش كلنۍ يا شپېته كلنۍ كې زموږ د ژوند پر څرنګوالي اغېز كولاى شي. زه ډېره موده وړاندې دې نتيجې ته ورسېدم چې پر نورو باور ونه كړم. هغه وخت مې ګومان كاوه، چې مور و پلار يوازې پرې ايښى يم، ځكه: پلار مې مړ شو او مور مې هم د كار لپاره له كوره بهر ته تله. ما هغه وخت يوازې د مرګ او اقتصادي اړتياوو په اړه سوچ كاوه. ما چې له ماشومانه ليدلوري څخه پر چا تكيه لرله، هغوى يوازې پرېښودم او ټول راڅخه لاړل. ګومان مې كاوه نړۍ داسې ځاى دى، چې خلك د اړتيا په وخت كې سړى يوازې پرېږدي. په ځانګړې توګه كله چې ورته اړ يې. دا چې پلار به مې نه ليده او مور به مې هم نيمه ورځ د دې پر ځاى چې له ما سره وي، له پرديو سره په دفتري كارونو بوخته وه. زه به ډېر خواشينى كېدم. كله چې به مې مور كور ته راتله، نو ډېره به ستړې وه، هغه ژوند مې له اوسني ژوند سره زيات توپير درلود.
په دې توګه مې پر خپل ماشومتوب پرده غوړوله. د انا د كوټې په مخامخ كوټه كې مې يو ځاى پيدا كړ، چې وكولاى شم، له نورو څخه ليرې په كې پټ شم. په خپل ځان كې مې هم يو ځاى پيدا كړ، چې وكولاى شم ورته پناه يوسم او نور مې څوك ونه ځوروي، هغه وخت مې هېڅ ګومان نه كاوه، چې دغه چلند به زيان رسوونكى وي. تر دې چې تر يوه نيمګړي واده او كمزورو ټولنيزو اړيكو وروسته، څوويشت كلنۍ ته ورسېدم.
يو سهار له خوبه پاڅېدم، داسې مې احساس كړل، چې په ما كې هغه كوچنى مكان او ځاى، چې زه يې د نورو له ځورونې څخه ساتلم، د نورو خلكو اړيكي راسره غوڅوي. د دې لپاره چې خپلواك واوسم او له نورو سره مينه راته اسانه وي، بايد هغه مكان او ځاى پرېږدم. چې ښايسته هوا په كې وګرځي، پرته له دې چې كوم خطر ته په اندېښنه كې واوسم.
موږ: "پر خلكو باور مه كوه"، دغه ډول فكرونه د ورځنيو چارو د اسانتيا لپاره په خپل ذهن كې روزو. خو كه ځانونو ته قواعد وټاكو، ژوند مو تر ډېره حده له امن څخه برخمن كېږي. د قواعدو ټاكنه، موږ له ستونزو ژغوري. خو ستونزه دا ده، چې د ژوند په سختو پړاوونو او ژورو كې قواعد نه شته. ځكه هغه وخت د قواعدو وضعه كول، توندوالي او خشونت ته لاره اواروي، حال دا چې هغه وخت نرمښت او سړه سينه غوره ده.
د بشري ذهن د جوړښت غوره والى دا دى، چې كه يوه پايله اخيستنه په كې كېدونكى وي، كېدى شي ونه شي، ځكه چې د: "پرخلكو باور مه كوه"، په شان ذهنيتونه، د ذهن له خوا جوړ شوي دي، چې رښتينې مانا نه لري او كېدى شي د سترګو په رپ كې له صحنې څخه ووځي. په خپل ذهن كې پر محدوديتونو باندې په پوهېدو سره كولاى شئ اروايي ارامتيا ترلاسه كړئ او ستونزې له منځه يوسئ

Comment