شخصيت څه شى دى؟
په دې تعريف كي پر شخصي صفاتو او خصوصياتو باندي تكيه شوې، ځكه چي دا صفات او خاصيتونه د سړي د مشخصولو سبب ګرځي. د شخصيت وده او تكامل د مختلفو عواملو تابع دى. د شخصيت د جوړښت له اساس څخه چي محيطي او ارثي عوامل دي، بايد ژنيتكي، فزيولوژيكي، جسمي او ظاهري عواملو ته پاملرنه وكړو. چاپېريال هم لكه له پيدايښت څخه دمخه شرايط، چي د شخصيت په جوړېدو كي خاص اهميت لري، د زيات ارزښت څخه برخمن دى. ځيني نور ارواپوهان د تعليم او تربيې د پوهانو غوندي عقيده لري، چي شخصيت د ثابت او ټينګ خوى، خلق، عادت، عاطفې او انفعالي حالاتو او د شخص له مصنوعي خصوصياتو څخه عبارت دى، چي له چاپېريال سره مشخص جوړښت تعينوي او د هغه په وسيله انسان كولاى شي، چي د شخص په كړو وړو او د احساساتو په رابطه كي چي له چاپېريال سره يې لري پوه شي.
ځيني علماء وايي چي په پخواني روم كي به چي كله يو هنرمند د يو نقش ښوولو لپاره صحنې ته راوته، نو يوه پرده به يې پر خپله څېره باندي اچوله، چي هغې ته به يې (پرزون) Persona ويل، چي Personalit (پرزوناليټي) كليمه د شخصيت مانا وركوي او د يو سړي پر مشخص هويت باندي دلالت كوي، د (پرزون) له كليمې څخه مشتق شوى دى. د شخصيت كليمه موږ ته د انسان ټول نفسياتي حالات راښيي، لكه مزاج، خوى، هوس، احساسات، د فكر طزر، عقايد او د هغوى ارزوګاني. د انسان شخصيت د هغو تمايلاتو او د هغوى له ضمير څخه چي دغه تمايلات په كي جوړېږي، پېژندل كېداى شي.
د شخصيت تكامل يوه برخه په ارثي ځانګړتياوو پوري تړلې ده او بله برخه يې په تجربه او روزنه پوري اړه لري، د مثال په توګه د ظاهر طبع لرونكي ماشومان، د باطني طبع لرونكو ماشومان په اسانۍ سره كولاى شي، چي له نورو سره دوستي پيدا كړي. د حساسي روحيې لرونكي ماشومان له هغو ماشومانو څخه چي حساس والى يې كم دى، له چاپېريال سره تر اغېز لاندي زيات راځي. شخصيت چي د توسعې او تكامل په اثر د مشخصو صفاتو، چي له بعضي تمايلاتو او خصوصياتو سره، چي له مور، پلار او نيكونو څخه په ميراث پاته كېږي او د بعضي تجربو په وسيله له هغوى څخه زموږ پر درك او تشخيص له خارجي نړۍ څخه ليري اكثره زموږ د شخصيت په وسيله تعينېږي، په همدې علت تر يوې اندازې كولاى شو، چي شخصيت د يوې تجربوي دورې محصول وګڼو.
تجربه او محيط د ژوند له رول څخه د انسان د ثابتو خصوصياتو په تشكيل كي زيات اهميت لري، چي د هغوى اثار كولاى شو، په اسانۍ سره په غبرګونو كي مشاهده كړو. څرنګه چي معمولاً يو يې نسبت و بل ته فعال وي او دغه اختلاف چي د دوى په رفتار كي ليدل كېږي، مور يې مجبوره ده، چي د دوى په تربيه كي متفاوت رفتار وكړي. ضعيف ماشوم ممكن، چي د مور زيات نوازش، توجه او محبت ته ضرورت ولري. له همدې امله د غير فعال شخصيت اساس همېشه كوښښ كوي، چي خپلي مور ته ورنژدې شي او په خپلي مور پوري زيات ارتباط ولري. په داسي حال كي چي هغه بل فعال ورور يې د زيات استقلال غوښتونكى او طبعاً يو سركښ او فرمان نه منونكى ماشوم دى او غواړي، چي پر بل ماشوم باندي تسلط پيدا كړي. هر څومره چي دا دواړه د بلوغ سن ته ورنژدې كېږي، په دې باره كي يې تفاوت زياتېږي. هر څومره چي د دوى ارثي تمايلات عيناً له يو بل سره مشابه دي، لاكن د هغوى تجربې او وړوكوالي محيط له يو بل سره فرق لري.
د شخصيت د رشد او تكامل په اړوند ډېر بحث شوى دى، لاكن په عملي ډول سره د نولسم ميلادي كال په اخر كي د زيګموند فرويد د روان كاوي په شروع كي منځ ته راغلى وي، چي فرويد د انسان شخصيت پر درې ډوله وېشلى دى:
لومړى ايد ياني لوړ دوهم Ego ياني زه او دريم Super Ego ياني زه لوړ، د وجود ناخود اګاه عنصر چي د خپلو غريزي او تهاجمي تمايلاتو په لټون كي وي.
په هغه وخت كي چي د خپل ځان او خارجي نړۍ په اړه زيات معلومات پيدا كړي، (زه) چي د شخصيت واقعي او عقلي حصه جوړوي، ځان دستي ښكاره كوي او د شخص غريزي تمايلات كنټرولوي او هغوى د نړۍ له خارجي جوړښت سره جوړوي. بالاخره دويم پړاو (زه برتره) ښكاره كېږي، چي په دې مرحله كي سابقه، ښوونه او روزنه، اجتماعي محيط او مور او پلار د انسان په شخصيت كي ډېره اغېزه لري. د شخصيت دا درې ډولونه له يو بل سره ډېر تاثرات لري او له يو بل سره يو ډول هماهنګي پيدا كوي، چي د يو انسان په فطري او رواني سلامتۍ كي ډېره اغېزه لري. البته ناخود اګاه جسمي او تهاجمي غوښتني بايد چي ارضا شي، ليكن په داسي طريقې سره چي د ټولني د منلو وړ وي. انسان بايد چي په تمامه مانا سره د دې قدرت او توانايي ولري، چي له خپل ځان او وجدان څخه انتقاد وكړي.
بالاخره پر شخصيت او د هغه وده په كوچنيانو او نورو ځوانانو كي د ښووني او روزني د پوهانو له خورا ډېر بحثونه شوي دي، چي ځينو يې د ژبي او تمدن د تدريجي تصور په اثر خپل اعتبار له لاسه وركړى، چي فقط د هغوى له تېر وخت څخه پر هغوى بحث كوو.
دا يو روښانه حقيقت دى چي هېڅ يو انسان بالغ نه پيدا كېږي، چي د خپل ځان لپاره يو ممتاز شخصيت ونه غواړي، حتى يو ممتاز او متغير شخصيت په كوچنيانو او نابالغو افرادو كي د ډېر بحث او توجه وړ دى. عملي او ترقي سسټمونه هغه دي، چي د انسان معنوي قواوي پلټي او كشفوي، انسان او ممتاز شخصيتونه تر څېړني لاندي نيسي او ټولني ته يې وړاندي كوي، هېڅوك په هېڅ يو زمان او مكان كي د يو معتبر شخصيت لرلو څخه په مطلق ډول سره بې نيازه نه دى. بعضي افراد چي د ممتاز او مغير شخصيت د پيدا كولو څخه نااميده كېږي، مجبور او ناچاره دي، چي د يو غير مفيد شخصيت په شكل ټولني ته ځان وښيي. دا خو يو علمي حقيقت دى چي ژوندى انسان په يو دايمي حركت كي دى او غواړي، چي نمو وكړي، څرګند شي او خپل ممتاز ارمانونه په ډېر ښه صورت سر ته ورسوي او د خپلو قواوو او استعدادونو څخه په كامل ډول ګټه واخلي. هر كله چي د دغو برياليتوبونو امكان په ښه ډول سره ورته برابر شي، نو دده د شخصيت په پياوړتيا كي هېڅ ډول نيمګړتيا نه پيدا كېږي او هغه شخصيت منځ ته راځي، چي افلاطون يې د وخت په اجتماعي فرهنګ كي لټوي.
د شخصيت د تشريح په اړه بحث ډېر اوږد دى، چي د دې مقالې په ليكلو سر ته نه شي رسېداى، مثلاً دا كفايت نه كوي، چي موږ هغه څه شرح كړو، چي نور يې سر ته رسوي، بلكي دا پيدا كړو، چي هغوى ولي دغه اعمال سر ته رسوي؟ ولي بعضي افراد منطقي دي او د هغوى كړه او وړه د اخلاقي، اجتماعي او فرهنګي ارزښتونو سره برابر دي؟ ولي بعضي حريص، خودخواه، منزوي، بدګمانه او عيب لټوونكي دي او بعضي، مهربانه، انعطاف پذيره، ملايم او اجتماعي دي؟ او يا په بل عبارت د دوى په ژوند كي څه اتفاق منځته راغلى، چي ځينو يې سمه او ځينو يې غلطه لاره نېولې ده؟ له بلي خوا موږ بايد هغه پېښي چي زموږ د وجود څخه دباندي منځته راځي ونه پلټو، بلكي هغه څه چي زموږ د وجود په داخل كي پېښېږي او زموږ د ژوند خوداګاه او ناخوداګاه جوړوي او زموږ د شخصي تجربو، احساساتو، هيجانو، كينو، طرز تفكر او ارزوګانو محصول وي، بايد چي توجه ورته وكړو.
Comment