Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

دموسکا اغېزې ........................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دموسکا اغېزې ........................................

    دموسکا اغېزې
    خندرويه، موسكه او تر و تازه څېره موږ ته څونه ارزښت لري، دا هغه وخت ښه احساسولاى سو، كله چي غمجني، ستومانه او لوېدلي څېرې ووينو. تر ټولو لومړى بايد وګورو، چي يوازي موسكه څېره ولي زموږ ارزښتمنه سرمايه ده او موږ د موسكا په مرسته څه ډول جسماني كشيش، ذهني ارامتيا، ټولنيز وقار او په نجونو كي محبوبيت تر لاسه كولاى سو.



    موسكا د انساني شخصيت يو اختياري صفت دى، په موسكاوو د انسان په جېبه هېڅ هم نه ځي، خو له دې كاره يې هغه رويه څرګندېږي، چي دى يې د ژوند او نورو خلكو په وړاندي لري. موسكا پر څېره ښكاري، خو اصلي سرچينه يې د زړه په تل كي ده.

    موسكا د انساني شخصيت هينداره ده، پر څېره د موسكا، د غوړولو لپاره له شعوري هڅي څخه كار اخيستل كېږي. د موسكا لومړى ښايسته تاثر پر څېره كېږي. تاسي د هينداري مخته ودرېږئ او خپلي څېرې ته وګورئ، نو بېله خفګانه او سختۍ به بل څه ونه وينئ. اوس يوه اوږده ساه واخلئ او پر څېره يوه پراخه او رښتينې موسكا پيدا كړئ، سختي اوخفګان به يو دم ليري سي، پر خپله صفا څېره به مو د حس او غوړېدو رنگ وځلېږي او په ساده كرښو كي به هم كشيش او جذابيت پيدا سي.
    ويل كېږي چي په دنيا كي د موسكا ځواب، په موسكا وركول كېږي. خو له هغه چا سره چي ژاړي، هېڅوك ورسره نه ژاړي، خو له خندېدونكي سره هر څوك خاندي.
    د موسكا اغېزي:

    د دوستۍ او كركي؛ دواړو ښكاره كولو لپاره د څېرې كرښي مهم روللري. د دوستۍ اظهار په موسكا كېږي او د كركي په ښوولو كي بيا د شونډو كونجونه كښته راځړېږي او پر څېره تريووالى احساسېږي. د دې برعكس په موسكا، د څېرې ګونجي وركي او پر تندي د تريووالي پر ځاى، د سترګو په شا و خوا كي موسكي كرښي ښكاره كېږي. دا خو ظاهري بدلونونه دي، خو د موسكا اغېزي تر دې ډېري دي.
    د پوهانو له نظره، د موسكا اغېزي:

    ۱. په خپل غېږ كي د دوا او علاج غوندي ګټه او اغېزه لري.
    ۲. انساني د كركي، سپكوالي او مظلوميت له زهرجن احساس څخه ژغوري.
    ۳. انسان ته ژوند وركوي او ورسره نسبتاً تر ډېره وخته په ژوندي پاته كېدو كي مرسته كوي.
    ۴. انسان د زړه او نورو ناروغيو څخه ساتي.
    ۵. انسان له بېځايه فكرونو او پرېشانيو څخه ژغوري.
    ۶. د عصبي ناروغيو مخه نيسي.
    ۷. د انسان پر ذهن ښكلې اغېزه لري.
    ۸. موسكا انسان له ذهني ګډوډيو څخه ژغوري.
    ۹. موسكا انسان ته د يوې بې ساري خوښۍ احساس وركوي.
    ۱۰. په ټولنيز ډول هم د موسكا اهميتونه او ګټي لږ نه دي، موسكا د دوستۍ او خلوص ښكارندويه ده او تل د مخاطب په زړه كي دوستانه احساسات زېږوي.
    يو ځل موسكى سه!
    يو ځل موسكى سه اى جانانه، ستا به څه لاړ شي!
    خو زما له زړه نه به كړې ليري، د غمونو پېټي

    هغه څوك چي تل موسك وي، په ټولنه كي له خلكو سره د اړيكو په پيدا كولو كي هېڅ مشكل نه ويني. د مقابل لوري موسكا، په خپلي موسكا سره تبادله كوي، زړه يې ډاډه كېږي او د مخته تللو حوصله ورسره پيدا كېږي.

    موسكا د خوښوني نښه ده او زموږ ټولو څخه هر څوك په فطري ډول د دې خبري غوښتونكى دى، چي خلك يې خوښ كړي، كار يې وستايي او پر استعداد يې اعتراف وكړي. د ورځني ژوند، د بدو او ترخو پېښو زيانمن شدت هم د موسكا په مرسته كمېدلاى سي، كه چېري موسكا زموږ شعار وګرځي، نو نه يوازي دا چي زموږ په ژوند كي به رنګيني او ګرمي پيدا سي، بلكي هغه خلك، چي موږ اړيكي ورسره لرو، هم يوه تازه او نوې ولوله وركوو او د هغوى خفګان او ستوماني به هم ليري وي.

    دا خبره هم يقنيي ده، چي د روغتيا لپاره موسكا همومره اړينه او ضروري ده، لكه څومره چي غذا ده. په دې اړه د ارواپوهانو نظر دا دى، چي كله موږ خاندو او يا موسكي كېږو، نو زموږ د بدن بې شمېره غړي حركت كوي او د دې غړو همېشنى حركت د روغتيا له اصولو سره سم سر خوري.

    په موسكا سره بدني ستړيا او ذهني سستيا ليري كېږي او سړى خپل ځان روغ او خوښ احساسوي.
    نجونو ته هم موسكي څېرې ښه خوند وركوي، كه چېري تاسي سم وخت پر يوې نجلۍ، د خپلو موسكاوو ګلان وشيندئ، نو يقيناً به هغه هم په موسكا ځواب دركړي. دا به د دې په مانا وي، چي ه غه تا خوښوي.
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: دموسکا اغېزې ........................................

    Hala dera kha qissa da kho dona ghate ghate qisse shre k da ba da cha plar parrao ki mung la kho hase hm pukhto shai parra wahal na raazi sa ba hijo hijo me parrao krra no bla sta pukhto grana da ao angrezi asana:p

    Comment


    • #3
      Re: دموسکا اغېزې ........................................

      hehhe.... oss da pakha pashto Khana...
      dasi wakra che photo copy kara.. kala che bekara kezi ...wayee :slap:
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment


      • #4
        Re: دموسکا اغېزې ........................................

        Originally posted by *Hala* View Post
        hehhe.... oss da pakha pashto Khana...
        dasi wakra che photo copy kara.. kala che bekara kezi ...wayee :slap:
        :p

        Comment


        • #5
          Re: دموسکا اغېزې ........................................

          Originally posted by *Hala* View Post
          hehhe.... oss da pakha pashto Khana...
          dasi wakra che photo copy kara.. kala che bekara kezi ...wayee :slap:

          HAHAHA sohaila khan warga ......

          HaLA sta Neka Jwanday da khara sra awo ka Neya Aday ?.....

          da shpay chay khob na darzey bya da NEya sra samlay awo

          Qesay ta awray dumra ogday ogday WALLAH zmung khu neshta

          sta khuday naaseb larey ka Jwaney di ka Mra wa ALLAH da wabkhay

          Comment

          Working...
          X