ژوند
د انور مخې ته د سينما يوه لويه پرده راځړيدلې وه .
په پرده كې راز راز تصويرونه كښته پورته كيدل داسې ښكاريدل چې يو ډير حيرانونكې فلم دپردې پرمخ چليږي .
انورپه چرتونوكې ډوب و فكر يې بل چيرې و يوازې سترګې يې دسينما په پردې پورې نښتې وې .
يوه وخت دپردې په مخ دانورموراو پلارهم راڅرګند شول خپله خوريې هم وليدله چې له داريا سره يې بدلې بللې . نورونجونوهم ورسره چكې كولې شيبه پس يې خپل ورور وليده چې هغه هم درياګانو ته په ميدان كې ګډ دى وروسته وروسته غټو وړو ځوانانواو پيغلودخنداګانو او چكو اوازونه وچت شول ټولو دانورمورته مباركي ويله دانورمور په خندا دټولوبلااخيسته او خيريوسې ورته ويله .
ددرياګانو غږونه نورهم وچت شول يو چا غږ كړ هلئ شاه راولئ ! شاه چيرې دى هلئ شاه راولئ چې دناوې څنګ ته ودريږي
انوردې صحنې ته چرت وړى و حيران و داخلك ولې په شاه پسې هر لورې ته منډې وهي يوناڅاپه يو چا غږ كړ : هغه دى شاه هغلته غلى ولاړ دى ) ټولووخندل .
شيبه پس دسينما له پردې نه يولاس راووت او انور يې له لاسه ونيوه او د ځا نه سره يې كش كړ دا ځل دچكو او دخنداګانو آوازونه دومره لوړ شول چې چا خپل غږ نه شو اوريدلى .

Comment