پسرلی
دا دوه عالمه کار او مختصره زندګي
خو حيف چې بيا هم تيره شي هدره زندګي
که سل پيړۍ هم وي چې نه دې کور وي نه دې اور
دلمر غوندې به څه کړم درپه دره زندګي
بس يو قدم کافي دى چې يې واخلې مردانه
چې زده کړي څوک په عشق کې له شرره زندګي
اوبه د ژوندون نه غواړي د مينې شهيدان
رااوري يې د ګور له بام و دره زندګي
په درست عمر يې نه کړمه چې يوه لمحه خوشحال
پروا مې څه که لاړه مروره زندګي
په خپلو اوښکو وينو چې محفل ته بخښو نور
د شمې غوندې راکړه ربه غوره زندګي
پسرليه راته ښکاري د وفا په افسانو کې
د هرچا له ژوندون څخه بهتره زندګي ********
په خپل واک نه يو راغلي ،دې سپېرې نړۍ ته زور ؤ
ژوندون نه ؤ بس راپورې دژوندون په نامه تور ؤ
ترمرګي دې دمرګ سيورى زموږ په ذهن کوي لوبې
په رګونو د عدم کې هم دژوند دوينو شور ؤ
ورک زړګى مې دښايست په طغياني څپو کې وليد
دتش ځګ غوندي دبحر په سرکشو څپو سپور ؤ
کرۍ شپه به مې څه کړلاى که مې خداى نه يادولى
په دې لوګې ميکدې کې چې نه مى ؤ نه ميخو رؤ
له لمبو رازېږېدلى دود له اوره ګوره تښتي
لټېدو به خود له بزمه چې تر پښو لاندې يې اور ؤ
تېرى جرم نه ؤ وياړ ؤ د دنيا په بحروبر کې
باز د زرک په سينه ناست ؤ ، موج دموج پراوږو سپور ؤ
ناآشنا عمر له مينې يوه بې کيفه افسانه وه
خالي شوى ژوند له درده يوبې روحه ټنګ ټکور ؤ
دنغمو غوندي خپاره شوۀ په عالم د بې دردۍ کې
يوڅو وخته خو زموږ هم داحساس کوڅو کې کور ؤ
لکه شمعه چې جلوې يې په مړو اوښکو کې شي ښخې
دخپل شعر هديره کې پسرليه زما ګور ؤ
Comment