سترګې
سترګې د الله تعالى يو ډېر ستر نعمت دى، يوازې دا نه چې سترګې د ليدلو دنده لري، بلکې د انسان په ښکلا کې يو ستر رول لوبوي، ځکه نو داسې څوک نه شته چې سترګې دې نه خوښوي، خو دا خوښه بېل- بېل ډولونه لري.څوک تورې سترګې خوښوي، څوک بورې، څوک غټو سترګو لېونى کړى وي، څوک د سترګو په مړو کتو نه مړېږي او داسې نور.
هر څوک د سترګو په اړه خپله خوښه څرګندوي، هغوى بالکل رښتيني دي، ځکه په سترګو کې هغه توان موجود دى چې هر ډول کلک زړه نرمولاى شي او د ځان لوري ته يې مايله کولاى شي. که زړه د مينې کور دى نو سترګې د هغه کور دروازې دي .
د دې پر ځاى چې موږ د خداى تعالى(ج) شکر ادا کړو ورڅخه شکوه او شکايت کوو چې ولې يې ماته غټې سترګې نه دي راکړي، ولې يې ماته شنې سترګې راکړې دي او حال دا که يو داسې انسان چې تر ټولو بدرنګه سترګې لري، خپل ټول عمر په شکرونو تېر کړي بيا به هم د هغه بدرنګه سترګو شکر ادا نه کړي.
هو رښتيا يوه خبره رانه پاتې ده هغه څوک چې د غټو، تورو، بورو او يا نورو سترګو ورڅخه زړه وړى وي او ټوله شپه يې ورته په ويښه تېره کړې کله يې د هغه چا په اړه فکر کړى د ى چې خداى ورته ښکلې ځواني او روغ صورت ورکړى وي.
اوس نو تاسې په خپلو ګرېوانونو کې وګورئ په داسې حال کي به هغه د ژړا او سلګو حق ونه لري خو بيا هم هغوى صبر کړى دى او هغه کسان چې سترګو لېوني کړي دي هره شېبه يې له ژړا او سلګو ډکه وي
Comment