د پارک په يوه سمټي څوکۍ ناست وم ، د ناول په لوستلو دومره غرق وم چې يوازې د پاڼې اړولو په وخت به مې سر راپورته کاوه. داځل چې مې څنګه سترګې راپورته کړې ، بېرته ټيټولو ته مې زړه نه کېده . څلور نجونو چې د کاليوله رنګ سره سم وړې بکسې يې په اوږو کې ځنګېدلې، ميده _ميده قدم واهه . ورو- ورو رانږدې کېدې ، زما زړه هم لکه ددوى د بکسو په څېرپه کالبوت کې نارامه و . يو ناڅاپه يوه پښه نيولې شوه ، په مطلبي نظر يې را وکتل او بيا له نورو ملګرو سره ، مخکې لاړه . يوه وړه دوره يې وخوړه او بيا مخامخ پر يوه څوکۍ کېناستې . ناول لوستل رانه پاتې شول ، پاڼه مې قات کړه او ترسترګو لاندې مې هغوى ته کتلې . هغې هم سترګې راباندې نښلولې وې ، کله به يې سترګې مخ په ما پرانستې پاتې شوې ، کله به يې سر ټيټ کړ او کله به له ځايه لږ پورته شوه خو ډېر ژربه کېناسته . ډول- ډول پوښتنې مې زړه ته تلې راتلې ، بدن مې ورو- ورو ګرمېده خو هيڅ مې نشواى کولى . زه لا هماغه شان نارامه وم ، چې هغه راپورته شوه څو ځلې همزولو له لمنې ټينګه کړه خو ايساره نشوه ، مخ په ما ګډه وډه را روانه وه . مخ ته مې ودرېده ، خو ما دپورته کتلو وس نه درلود ، په سر يې راته لاس کېښود او بيا له دې سره سم پورته شوم . کله به مې دهغې په سترګو کې د خپل مخ ننداره کوله اوکله به مې سترګې ټيټي کړې . د هغې په مخ کې سور رنګ ځلېده ، شونډې رپېدې او ژر- ژر يې ساه اخستله . يو نا څاپه يې دواړه لاسونه رانه را تاو کړل ، پر اوږه يې راته سر کېښود د زړه ټکانونه مو سر يوشول ، شيبه پس لرې شوه پر اوږو يې راته لاسونه کېښودل ، سترګې يې وازې پاتې وې ، د بڼو څوکو ته يې پنډ-پنډ څاڅکې راټول شول يو ناڅاپه يې رانه بيا لاسونه راتاو کړل ، چيغه يې کړه : همدغه شان ورور يې راته ځوانيمرګ کړ او بيا يې پر اوږه راته سر کېښود ، هغې هماغه شان سلګۍ وهلې او زه لکه تش کالبوت ولاړوم
Announcement
Collapse
No announcement yet.
Unconfigured Ad Widget
Collapse
تنده ...................................
Collapse
X
Comment