د مينې په درشل کې سلامونه درليګم
منظور يي کړه په مينه ارمانونه درليګم
دګل په پاڼه پاڼه کې تصوير دمينې ګورم
غونچوسره يوځاې درزړه رازونه درليګم
نن بيادمينې ورځ ده انتظارديو ديدن يم
پلوله مخې پورته کړه سوالونه درليګم
داوښکې قاصدان مې په ليمو درته راغلي
حسينې، نازنينې، زيړ ګلونه درليګم
دونياکه دپيمخوده ترټولوته ښايسته يې
حيا د پښتنه ده ګل مخونه درليګم
دمينې جواري کې مې زړګۍ پرتا بايللی
منظور يي کړه په مينه مشعالونه در ليګم
راځه دمينې رازه چې په سترګو کې دې ځاې کړم
کوچی دتورکيګدۍ يم شنه خالونه درليګم
دمينې په سوغات کې اناري ګلونه واخله
د سيند غاړی ته راشه ديدنونه درليګم
ممتاز مې شه دمينې تاج محل به درته جوړکړم
حسين خيل دتوروغرويم غزلونه در ليګم
منظور يي کړه په مينه ارمانونه درليګم
دګل په پاڼه پاڼه کې تصوير دمينې ګورم
غونچوسره يوځاې درزړه رازونه درليګم
نن بيادمينې ورځ ده انتظارديو ديدن يم
پلوله مخې پورته کړه سوالونه درليګم
داوښکې قاصدان مې په ليمو درته راغلي
حسينې، نازنينې، زيړ ګلونه درليګم
دونياکه دپيمخوده ترټولوته ښايسته يې
حيا د پښتنه ده ګل مخونه درليګم
دمينې جواري کې مې زړګۍ پرتا بايللی
منظور يي کړه په مينه مشعالونه در ليګم
راځه دمينې رازه چې په سترګو کې دې ځاې کړم
کوچی دتورکيګدۍ يم شنه خالونه درليګم
دمينې په سوغات کې اناري ګلونه واخله
د سيند غاړی ته راشه ديدنونه درليګم
ممتاز مې شه دمينې تاج محل به درته جوړکړم
حسين خيل دتوروغرويم غزلونه در ليګم
Comment