ديوماشوم افغان فرياد
ليکونکی فدامحمد نومير
چاته کړم ژړااوچاته توی له سترګواوښکي کړم
چاته کړم فرياداوچاته سرې په وينوسترګي کړم
څوک دي چي پوښتنه مي دکوراودکهول وکړي
چاته کړم خالي اوچاته خلاصي دزړه غوټي کړم
نه وه کليوال خبرچي نن،سبابه څه کيږي
چاته کړم بيان،چاته قيصي ټکي په ټکي کړم
راغلې دپردو لښکري کلي اوپه کور زموږ
چاته کړم اظهار،اوچاته ياد ئي سپوري سپکي کړم
وران ئي کړه په شوبلواوټانکو باندي اباد کلي
چاته کړم څرګند،اوچاته شمارددښمن ليکي کړم
پاس څې اورولې درندې اوسپني وه مځکه اور
چاته کړم قيصه،اوچاته يادتوپ الوتکي کړم
مخکي راته وواژه بابا،لالا،،ماما اوتره
چاته کړم ښکاره،اوچاته حال مي دادکي کړم
وې وژل په جرم دجهاد بله ګناه نه وه
چاته کړم نارې،اوچاته پورته چيغي،کړيکي کړم
کړه ئي يرغمل تنکي،زڼکي دښاراوکلو څه
چاته کړم شکوه،اوچاته عرض مي دخور ورکي کړم
وې سوځل فصلونه دغريب اوبيچاره خلګو
چاته کړم اواز،اوچاته ورشم داد دمځکي کړم
نلرمه څوک،يوو ظالمانو کړم يتيم،يسير
چاته کړم مي ناز،اوچاته چاودي شونډي بوڅي کړم
کلفورنيا،متحده ايالات

Comment