ساده پښتو
ښه ده اوس د غنی واوری
په صفا ساده پښتو کښې
ما له نه راځی خبرې
په چل ول په اشارو کښې
ما ته څه مغل مغل کئی
روک مغل اؤ روک ئې کور دی
ولې نوم د هغه ناخلې
چې دې نن په اوږو سور دی
د پښتو لاره صفا ده
پکښې هېڅوک نه تېروځی
هر پښتون د ایمل پلار دی
خو چې یره ترې نه وځی
د دې خاورې تندر جوړ کړی
په پښتو کښې دا کمال دی
د خټک د نرۍ ږیرې
هر ویښته خوشحال خوشحال دی
چې غېرت، توره ترې لاړ شی
د زمری نه جوړ ګیدړ شی
د ګیدړ دله ژوند تېر کړی
د ګیدړ په شانې مړ شی
ای زما ننګالی قامه
ولې پروت ئې په ایرو کښې
د چا یره نن خانی کئی
ستا د پلار نیکه حجرو کښې
لکه باغ ډک د رڼا وی
ټول جهان د جړۍ شپه وه
ته ئې ستورې د سبا وی
د دې سرو ټیکرو لاندې
پټې لویې خزانې دی
د تاریخ زړه کښې روښانه
ستا د حسن زمانې دی
اوس ایرو له ځکه راغلې
چې لائق د هېریدو وی
ای چې خوب کئی په کوهی کښې
ته به ناست په سر درو وی
مزل ګران ډیر د پښتو دی
خو سړک ئې دی صفا
تیندکونه پکښې نشته
خو که ستا ښپو کښې وی سا
که نادر دی که تورزن دی
که مُلا، که برهمن دی
که هټلر، که پیر بابا
که ګاندهی وی، که جناح
که ندی، که جاپانی دی
که تُرکی، که ایرانی دی
که د روس خېشته وعدې دی
د پیرنګ خیشته دهوکې دی
دې زما ښکلې ایشیا*ء ته
ده بې خوده امریکه
خو چې زما د پښتو غل وی
اؤ زما د ننګ ډاکو
دی چې هر څه وی خو ماته
دی جنګېز اؤ هلاکو
دا چې سرې ډیوې ښکاریږی
دغه ستا وو محلونه
دغه تورې تورې خاورې
وو دا ستا بچې ګلونه
ښه ده اوس د غنی واوری
په صفا ساده پښتو کښې
ما له نه راځی خبرې
په چل ول په اشارو کښې
ما ته څه مغل مغل کئی
روک مغل اؤ روک ئې کور دی
ولې نوم د هغه ناخلې
چې دې نن په اوږو سور دی
د پښتو لاره صفا ده
پکښې هېڅوک نه تېروځی
هر پښتون د ایمل پلار دی
خو چې یره ترې نه وځی
د دې خاورې تندر جوړ کړی
په پښتو کښې دا کمال دی
د خټک د نرۍ ږیرې
هر ویښته خوشحال خوشحال دی
چې غېرت، توره ترې لاړ شی
د زمری نه جوړ ګیدړ شی
د ګیدړ دله ژوند تېر کړی
د ګیدړ په شانې مړ شی
ای زما ننګالی قامه
ولې پروت ئې په ایرو کښې
د چا یره نن خانی کئی
ستا د پلار نیکه حجرو کښې
لکه باغ ډک د رڼا وی
ټول جهان د جړۍ شپه وه
ته ئې ستورې د سبا وی
د دې سرو ټیکرو لاندې
پټې لویې خزانې دی
د تاریخ زړه کښې روښانه
ستا د حسن زمانې دی
اوس ایرو له ځکه راغلې
چې لائق د هېریدو وی
ای چې خوب کئی په کوهی کښې
ته به ناست په سر درو وی
مزل ګران ډیر د پښتو دی
خو سړک ئې دی صفا
تیندکونه پکښې نشته
خو که ستا ښپو کښې وی سا
که نادر دی که تورزن دی
که مُلا، که برهمن دی
که هټلر، که پیر بابا
که ګاندهی وی، که جناح
که ندی، که جاپانی دی
که تُرکی، که ایرانی دی
که د روس خېشته وعدې دی
د پیرنګ خیشته دهوکې دی
دې زما ښکلې ایشیا*ء ته
ده بې خوده امریکه
خو چې زما د پښتو غل وی
اؤ زما د ننګ ډاکو
دی چې هر څه وی خو ماته
دی جنګېز اؤ هلاکو
دا چې سرې ډیوې ښکاریږی
دغه ستا وو محلونه
دغه تورې تورې خاورې
وو دا ستا بچې ګلونه
Comment