Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

بیګاه په نیمه شپه کې ....................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • بیګاه په نیمه شپه کې ....................................

    بیګاه په نیمه شپه کې
    ژباړه باري جهاني
    دا شعر په سندره کې دامریکې د مشهور سندرغاړي فرانک سینټرا لا خوا ویل شوي


    نه مې لیدلې وي په ژوند کې نه تا زه لیدلی
    نه مو په ژوند کې یوه بل ته د زړه حال ویلی
    نه مو له شپو څخه خوبونه تښتولي کله
    نه مو په ژوند کې نوم دمیني و تر خوله وتلی
    بس یوه شپه مو چیرته سترګي سره ولګیدي
    له هغې شپې سره د دوو زړونو تقدیر تړلی
    دوو ښکلیو سترګو دي سپړل د میني پټ رازونه
    موسکیو شونډو دي سینو کې پاروله زړونه
    دلته مي زړه کې ستا د میني لمبې ولګیدې
    هلته رګونو کې د صبر نیلی وسوځیدې
    نه ما لیدلې وي په ژوند کې نه تا زه لیدلی
    چې یوه شپه مو یو ناڅاپه سره ورکړل زړونه
    د یوه بل زړه کې مو ولګول سره اورونه
    په هغه شپه چې په محفل کې نڅیدلو سره
    هغه شیبه په زړه کې دواړه پوهیدلو سره
    چې نور مو زړونه یوه بل ته سره وسپارله
    د میني اور کې سوځيدلو ګډیدلو سره
    نورمو د تل دپاره زړه کې زرغونه سوه مینه
    په یوه نظر مو په رګونو کې توده سوه وینه
    نه مالیدلې وي ژوند کې نه تا زه لیدلی
    نه مو په ژوند کې یوه بل ته دزړه حال ویلی
    نه مو له شپو څخه خوبونه تښتولي کله
    نه مو په ژوند کې نوم د میني و تر خوله وتلی
    بس یوه شپه مو چیرته سترګي سره ولګیدي
    له هغې شپې سره د دوو زړونو تقدیر تړلی
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: بیګاه په نیمه شپه کې ....................................

    der kha zabardas

    Comment


    • #3
      Re: بیګاه په نیمه شپه کې ....................................

      der der alla aw der dilchaspa post :clap:

      Comment


      • #4
        Re: بیګاه په نیمه شپه کې ....................................

        stasi da dawroo na manana..
        u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

        :pr:

        Comment

        Working...
        X