د شــهیــــد پــلار
لیکوال : سمیع الله خالد سهاک
د سړی چی نس یی وږی او دیوال ته یی تکیه کړی وه، خپل ځوان زوی چی په جګره کی شهید شوی وو، په یاد شو. پخواني یادوونه یی په زړه تیر شول او ځوی یی چی د هری میاشتی په سر کی به یی ورته پنځه زره افغانی چی د هغه نیم معاش وو ورکاوه، زړه ولرزاوه. هغه ځوان زوی چی لا واده یی نه درلوده او په نوی ځوانی کی ځوانیمرګ شوایی وو، د خلکو په خبره د پلار ملا یی ماته کړي وه. د سړی ښځه څو کاله مخکی مړه شوی وه او څو لوڼی یی درلودی چی ټولی ودی شوی وی کله چی لا زوی یی ژوندی وو، ده به ښه خوړل اوحتی خپل تقاعدی پیسو پسی به هم نه ګرځید چی په کال کی دری زره افغانی کیدی.
په بغل جیب کی یی لاس کړ، تور او کونچی کونچی دسمال یی له جیبه وایست او پوزه یی په کی فین کړه بیرته یی هماغسی کلوله جیب کی کیښود د دسمال ایستلو سره کوم شی یی له جیبه د ترنګ آواز کوولو سره ولوید. پوزه یی چی پاکه شوه هغه د ترنګ آواز په یاد شو چی کوم اوسپنیز شی لکه اوسپنیزه پیسه یی له جیبه په مځکه لویدلی وه. سر یی واړاوه او سترګی یی دیخوا هاخوا وګرځولی چی وګوري څه شی دی، غاړه یی هم درد کاو په ستونځو یی سرتاو او لاس یی اوږد کړ اوسپنیزه پیسه یی چی یو پنځه ګون وو له مځکی جګ کړ ورته یی په ځیر ځیر وکتل او له ځانه سره یی ووایل

"هی هی! یو وخت وو چی په پنځو روپو به مو چاینکی په بازار کی خوړه اوس په پنځو روپو څوک درته تریخ چای هم نه درکوی. نس به څنګه موړ کړم."
بل جیب کی یی لاس کړ هر څو یی چی ولټاوه یو غیران یی هم پکی پیدا نه کړه خو یو زوړ بکسک یی چی پخوا به یی په کی پیسی کیښودی وایست او یو خوا بل خوا یی راواړوه. د زوی عکس یی چی په یوه خوا کی ایښی وو تاو کړ او په لاس یی د بکسک پلاستیک پاک کړ، بیا یی ورته و کتل او په ژړه غونی آواز یی له ځانه سره ووایل

" د تا به اوس هدوکی هم نه وی پاتی... که نه ... "
Comment