وطن ته
د غازي امانالله غږ
زه د خيال د ساقي يار يم ډک جامونه مې په سر
ځکه تښتم بې غمۍ نه د خندا په تش ګودر
عجبه غوندې جنون يمه د هيلو رڼا ګانو
خو احساس زما بندي دی د زاړه دود او کلچر
زما ژوند کوشش لټون دي د ارمان د ښکلا ګانو
زه په زړه کې پسرلی يم ابادي د لر او بر
ته بيړۍ له ګلو ډکه توپانونه درنه تاو دي
زه دې بيخ د ستر درياب يم دی چپې زما په سر
ته هم جام يې هم ساقي يې هم وصال يې د کمال
ته هم ساز يې هم اواز يې هم زما په حال خبر
ستا غمونه هسې نه دي چې يې ډوب کړمه په جام کې
زما هيلې هسې ښکلي لکه ستا د مازيګر
ستا په مست ښکلي سبا چې تورو لړو تورتم جوړ کړو
زه سپوږمۍ د اميدونو ګرځومه در په در
خير که زه دې رابهر کړم په لمسون د رقيبانو
زه به وياړم ستا په مينه چې په سمه يم که غر
ته ډاډه اوسه وطنه زما مرګ او ژوندون ستا دي
هير به نه کړم ستا ډاګونه که شم شاه د بحر وبر
ته مستي زما د ژوند يې ته نامه زما د مينې
خدمتګار درځنې ځار شه لوی وطن د لوی ټبر

Comment