پښتنه پیغله
غلی ورته ګورم حیاناکه ده
زرکې په شان تګ کوي چالاکه ده
هیڅ د چا پروا نه لري نه ګوري
سخت ترینه ډاریږم غصه ناکه ده
زه خو یې دیدن پسې زړه چاودي یم
خدایه هغه څومر صبرناکه ده
ګوره دپښتو شراب یې څکلي دي
ځان په پښتو وزني مینه ناکه ده
زه یم مینه ناک خو دومره نه یمه
دا دزوند په چارو کې خپلواکه ده
غلی ورته ګورم حیاناکه ده
زرکې په شان تګ کوي چالاکه ده
هیڅ د چا پروا نه لري نه ګوري
سخت ترینه ډاریږم غصه ناکه ده
زه خو یې دیدن پسې زړه چاودي یم
خدایه هغه څومر صبرناکه ده
ګوره دپښتو شراب یې څکلي دي
ځان په پښتو وزني مینه ناکه ده
زه یم مینه ناک خو دومره نه یمه
دا دزوند په چارو کې خپلواکه ده
Comment