دوه روحي يو وجود
ستړې ستومانه راغله . له دروازې دننه یې ښي لاس ته پراته کټ ته دوه دری ګامه واخیستل ،ددېوال خواته یې وکتل زړه یې ورېږدېده ،دشمې په تتې رڼاکې یې په هنداره کې څوک سم ونه لیده**** ښه وروړاندې شوه ،داسې ورته ښکاره شوه لکه هغه هم چې ورته رانزدې کېږي ،اسوېلی یې وکړدهندارې مخ تت شوهغه سترګې ترې لږفناشانتې شوې، کومې چې دې ته رانږدې شوې وې له ځانه سره وګوڼېده .
٫٫رنګ دې ورک شه دادومره وخت چرته وې٫٫ اوبیاترېنه غږژړغونی شو٬٬اوس چې زه دمرګ په بسترپرته یم نوراغلې!؟
مخ ته یې لاسونه ونیول اوپه پالنګ ورپرېوته لږسات وروسته یې معصومې اوپاکې سترګې دهندارې په لور ورواړولې اوس به هم نه راتلې تانه خوراته داسپوږمۍ ښه ده، هېڅ چرته رانه نه ځي .
په لوپټه یې مخ پټ کړ خوزړه به څوک په واک کې کړي لږ،لږبه ترېنه وروکتل شول راپاڅېده شمه یې وژله خومرګ ترینه ونه شو.
ځان ته له سزاورکولو یې خوندواخیست ،په مات بنګړي یې خپل مړوند، چې دمرګ دباچا به هم پرې زړه ونه شي ،پرې کړ .ودرېده لاس یې وروغځوه اوپه وینویې دتلي جانان مخ پټ کړ.چغه یې کړه نه!نه!هندارې دې مړې شي ستامخ خودفنالپاره نه دی پېداتاخودسپوږمۍ په مخ کې ماته دژوندنوم ښودلی وه .داینې مخ ته یې اوبه وروشیندلې یومخ پکې ښکاره شو داسې ورته ښکاره شوه لکه مرګ اوژوندچې ددې په لاس کې وي.دمرګ وېرې په مخه کړې یوې پاکې پرښتې په خپل تېرژوندپسې وروکتل له کنډوه دفناشوي جانان په ستنه کاته وریادشول اوبیاخپل دکلونو،کلونوانتظارته حېرانه شوه ،په چغو،چغویې وژړل اوژوندته یې ددوزخ په نوم غږونه کول خپل سیوري ته یې وکتل اوپه خبروورسره بوخته شوه : (ای !ای تاته وایم !)چې غږیې ورځواب نه کړ،نویودوه ګامه یې پسې ورواخیستل اوچې هغه هم تر ې لږلرې شونوبیاپه خپل ځای ودرېده نه!نه!له مانه مه ځه همدومره لرې رانه ودرېږه اوخبرې هم راسره مه کوه خو....
خوای تاته وایم !انسان په مینه نه ارزي زه له لمرخاته نه دسپوږمۍ تر راختوپورې په دې سوچ کوم چې دیوه لازواله اووفادارمخ لوری مالوم کړم که په ګوتوراشي که رانه شي خوکه یوه پلوشه یې هم ووینم نوترهغې به ورپسې منډې وهم چې ترڅویوموټی خاوره شم اوبیاچې کله زه بې احساسه شم بیامې دې دژوندددوزخ دلمبوپه سرودوړوي .خپل سیوري ته یې شاکړه خومخې ته یې چې ولیدنوڅه پروایې ونه کړه په پالنګ ورپرېوته ښه ډېره وټوخېده اوبیاراپاڅېده دتلي جانان دمخ تماشې ته یې زړه وشوهندارې ته ودرېده خپل ځان ته یې ښه ډېر وکتل جانان ورته دنورودروح په تنده کې ښکاره شو ،له یوې زورورې چغې وروسته یې هغه کاڼی چې دې ورته دوجودورکولو هڅه کوله دهندار ې په لورورګوزارکړپرې ورپرېوته له خولې یې وینې روانې شوې اودتکړې ،تکړې هندارې له لاسه یې په تندي لاس راکاږه ښه ډېر یې ورته وکتل دخپلې برخې جانان ته خویې په ژوندون دسپوږمۍ په نورپه ړندوشویوسترګوونه شوکتلای خوپه فضاکې یې دخپې برخې اخري ساه هم ترستوني تېره کړه .
Comment