Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

د خدای لپاره اور رانه مړ کړه ........................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د خدای لپاره اور رانه مړ کړه ........................

    درد مې کټ مټ د سپینې پاڼې پر مخ کرښې کرښې کاوه . په ترخو ترخو شیبو کې مې داوښکوله قافلو سره تودو سلګیو هم ملاتړ کاوه. ملګینو زمزمو مې په رپیدونکو شوڼدو خولې لګولې . ان تر دې چې د سپنې پاڼې پر مخ د حروفو کړۍ تر بیخه راورسیدې . شپه ښه پخه وه . د سپیني واروې پیڅي د حجرې تر دروازې رارسیدلې وې . په زړه انګیرۍ کې اور ټسه کوله . یوې نیمې سپرغۍ به له انګیرۍ نه دباندې هم سر راښکاره کړ.خیرنې ډیوګۍ تته رڼا کوله . له حروفو ډکه شوې پاڼه مې له انګیرۍ نه لږ څه لرې کیښوده . او د سرله ایښدو سره سم په داسې درانه خوب اوده شوم لکه د اوبو ډنډ ته چې یو تیږه ورواچوی . خوب مې لیده چې په یوه لویه خړه دښته کې ستړی او ستومانه روان یم . یوه لوړه ونه مې ترسترګو شوه . ما هم ځان ورورسوه . او تر سیوري لاندې یې دمه شوم. بیا مې په زړه کې راتیره شوه ،ښه سوړ سیوری دی ، راشه یوڅو شیبې خوب وکړه . دونې تر سیوري لاندې مې په سپیرو خاورو سر کیښود . سترګې راباندې درنې شوې ، خو د خوب څادر مې له پر بدن نه و غوړیدلی ، چې بوږنونکې چیغې مې ترغوږو شوې . سر مې راجګ کړ ګورم چې زما نه لږ څه لرې یوه دنګه او ښکلې نجلۍ ولاړه ده، سپینې جامې یې په سرو وینو تپي تپی ښکاري او له لمنې څخه یې لمبې پورته کیږي زر راپاڅيدم ، په منډه منډه مې ځان ورورسوه او دلمبوپه مړکولو کې مې له خولې ووتل ، څوک یې او اور دې له څه شي واخیست؟ دهغې په شونډو د اوف اوف غږ ګرځيده او په ژړا یې راته وویل زه د یو چا د زړه له وینو څخه جوړ شوی جانان یم . وسوم ، د خدای لپاره اور رانه مړ کړ ه !. ښه مې یاد دي چې اور مې په بیړه بیړه ترې مړ کړچې د کمیس لمبو یې زما ښی لاس سخت جوغدي کړ او اخ مې له خولې ووت . راویښ شوم ، ګورم چې له حروفو ډکه شوې پاڼه نری نری لوګی کوي او د غزل درې بیتونه سوزیدلي دي .
    Last edited by *Hala*; 24 September 2008, 08:48.
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: د خدای لپاره اور رانه مړ کړه ........................

    nice sharing......Hala :tasali:

    Comment


    • #3
      Re: د خدای لپاره اور رانه مړ کړه ........................

      hala dona de warra warra likali di che.
      ya rala kha ghate gahte chashme wala ya rata da pukhto sahi izda ka.
      mung pe hase hm sahi na pohego :D ao ta rata dona warra warra likali di che.:lahoul

      Comment


      • #4
        Re: د خدای لپاره اور رانه مړ کړه ........................

        thankz heartacker ji

        sohail khana oss mein ghaat karaa.. os ba de chashmy ta zarorat na wi :lol
        u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

        :pr:

        Comment


        • #5
          Re: د خدای لپاره اور رانه مړ کړه ........................

          was sahi sho kana
          der kha! zabardas sharing di kade de.

          Comment


          • #6
            Re: د خدای لپاره اور رانه مړ کړه ........................

            der manana ....
            u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

            :pr:

            Comment

            Working...
            X