د پښتنو د شجرې مالومول داسې اسان کار ندی ، خو هغه څه چې د پښتنو د شجرې په هکله د مخزن افغاني ، حيات افغاني ، شوکت افغاني ، ايين اکبري ، او د سليمان ء ماکو په کتابونو کې راغلي او د پوهاند عبدالحی حبيبي لخوا راټول شوي ، داسې دي :
د کيس ، چې ځنې يې د پښتنو بابا او منشا ګڼي ، د اولادې شجره يې داسې ده .
کيس څلور ځامن درلودل : کرلاڼ ، غرغښت ، سربڼ او بېټنی
1ـ کرلاڼ د کيس ځوی ـ اولاده يې دا دي :
ککی ، دلازاک ، منګل ، توری ، هنی ، وردګ ، اورکزی ، اپرېدی ، سترياڼی ، ګاړی ، بنګښ ، بنوڅی .
2ـ بېټني د کيس ځوی ـ د اولادو شجره يې داسې ده :
سهاک ، ترکی ، سليمانخېل ، توخي ، هوتک ، اکاخېل ، ناسر ، خروټی ، بختيار ، احمدزی ، تری ، دوتاڼی ، تاړن ړ لودي ، نيازي ، سور ، سرواڼی
3ـ غرغښت د کيس ځوی ـ درې اولادونه درلودل :
لمړی ـ دانی د غرښت ځوی // چې کاکړ ، ناغر ، پڼی ، داوی ، يې اولاده ده //
کاکړ او پڼي چې دواړه د غرښت ځامن دي ، اولاده يې بيا دا دي :
ګدون ، موسی خېل ، ساپی ، مشواڼی
دوهم ـ بابی د غرښت ځوی // د اولادو شجره يې مالومه نده //
دريم ـ مندو د غرښت ځوی //چې د اولادو شجره يې مالومه نده //
دريم ـ مندو د غرښت ځوی //چې د اولادو شجره يې مالومه نده //
او داوي چې د داني ځوی او د غرښت لمسی دی اولادنه يې دا دي :
دومړ ، همړ ، خوندی
4ـ سربڼ د کيس ځوی بيا دوه اولادونه درلودل :
شرخبون او خرشبون
شرخبون د سربڼ ځوی پنځه اولادونه درلودل :
لمړی ـ شېراڼی // جلواڼی ، مروت ، بابړ//
دوهم ــ بړېڅ// چې د اولادو شجره يې مالومه نده //
دريم ـ اورمړ // چې د اولادو شجره يې مالومه نده //
څلورم ـ مياڼه // غرشين او لواڼی يې اولاده ده //
پنځم ـ ترين
دريم ـ اورمړ // چې د اولادو شجره يې مالومه نده //
څلورم ـ مياڼه // غرشين او لواڼی يې اولاده ده //
پنځم ـ ترين
ترين د شرخبون ځوی او د سربڼ لمسی بيا درې اولادونه درلودل
سپين ، تور ، او اودل // درانی //
سپين ، تور ، او اودل // درانی //
درانی د ترين ځوی او شرخبون لمسی بيا دوه ځامن درلودل :
ځيرک او پنج پا
ځيرک د دراني لمړی ځوی بيا درې اولادونه درلودل :
لمړی ـ پوپلزی // چې باني زی او سدوزی يې اولاده ده //
دوهم ـ الکوزی
دريم ـ بارکزی // چې اڅکزی او محمد زی يې اولاده ده .
دوهم ـ الکوزی
دريم ـ بارکزی // چې اڅکزی او محمد زی يې اولاده ده .
پنج پا چې د دراني دوهم ځوی دی د اولادو شجره بيا داسې ده :
نورزی ، عليزی ، ساکزی ، ماکو ، خوګياڼی
او د خرشبون چې د سربڼ ځوی او د کيس لمسی وو ، درې اولادونه يې درلودل :
لمړی ـ کند د خرشبون ځوی : دوه اولادونه درلودل :
ښخی // چې يوسپزی ، اتمانزی ، راڼوزی ، مندڼ د ښخي اولاده ده //
غورياخېل // خليل ، داود زی ، څمکنی ، زېړانی ، مهمند د غوريا خېل اولاده ده //
غورياخېل // خليل ، داود زی ، څمکنی ، زېړانی ، مهمند د غوريا خېل اولاده ده //
دوهم ـ زمند چې د خرشبون ځوی دی دوه اولادونه لري چې يو خېشکی او بل محمد زی دی .
دريم ــ کاسي چې د خرشبون ځوی دی ، شنواري او زمرياني
اولاده ده
.
اولاده ده
.
Comment