Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

المپيک: افغانستان لومړنى مډال وگاټۀ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • المپيک: افغانستان لومړنى مډال وگاټۀ

    المپيک: افغانستان لومړنى مډال وگاټۀ

    د ٢٩ مو المپيک لوبو په ترڅ کې د افغانستان تيکواندو لوبغاړي روح الله نيکپا نن ( چارشنبې د زمري ٣٠ د اگست ٢٠ ) دژيړو مډال وگاټۀ .
    له دغه برياليتوب وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي په ټيلې فون له روح الله نيکپا سره مخامخ خبرې وکړې او مبارکي يې ورکړه .
    د افغانستان دالمپيک کېټې مشرانور جگدلک بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې افغانن حکومت به نيکپا ته د دغه برياليتوب له امله يو کور ورکوي .
    ښاغلي جگدلک دا هم وويل چې يوې مرستندويې موسسې په کابل کې ويلي چې دغه لوبغاړي ته به ٥٠ زره ډالرره انعام هم ورکوي .
    د ٥٨ کيلو گرامه وزن په لوبو کې روح الله نيکپا خپله لومړنۍ لوبه د جرمني له تونکت ليوينت څخه څلور درې وگټله .
    که څه هم روح الله نيکپا په منځلوبه يا کواټر فاينل کې د مسيکسو له لوبغاړي لوبه وبايلله خو مکسيکويي لوبغاړى خپله نيمه پايلوبه هم وگټله او په دې ډول افغان لوبغاړي د ژيړو د مډال لپاره موقعې وموندله .
    د ژيړو لپاره روح الله نيکپا د برتانيا يوۀ لوبغاړي او ورپسې اسپانيوي لوبغاړي انتونيو روموز ته ماتې ورکړه .
    انتونيو روموز د تيکواندو نړيوال اتل و په دې ډول د افغان لوبغاړيي دغه برياليتوب لا ډير د پام وړ دى .
    افغانستان ښايي د بل مډال گټونکى هم شي ځکه چې په تيکواندو کې بل افغان لوبغاړى
    نثار احمد بهاوي به د پنجشنبې په ورځ لوبې کوي .
    نثار احمد بهاوي د ٦٨ کيلوگرامه وزن په سياليو کې د امريکا له لوپيز مارک سره سيالۍ ته وتونکى دى .
    د افغانستان د المپيک ريس انور جگدلک وايي د دوى هيله تر روح الله نيکپا هم ډيره بهاوي ته ده چې نړيوالو لوبو کې يې په تيررو کلونو کې مډالونه گټلي دي .



    افغانستان په لومړي ځل په ١٩٣٦ کال کې په المپيک لوبو کې گډون کړى و .
    په هغو لوبو کې چې په جرمني کې ترسره کيدې د افغانستان د هاکي ملي لوبډلې له ډنمارک سره لوبه شپږ په شپږ ممساوي کړې وه او همدا يې تر ټولو ښه لوبه وه .
    په راوروسته کلونو کې افغان لوبغاړو تر ډيره په لومړنيو پړاونو کې لوبې بايللې وې .
    له ١٩٣٦ کال راهسيته په ترسره شويو ١٧ المپيک لوبو کې افغانستان يوازې په ١١ کې برخه اخيستې ده .
    د طالبانو له نسمکوريدو راهيسته افغانستان په بيلا بيلو نړيوالو لوبو کې ځليدلى دى .
    څو کاله وړاندې يوې افغانې ميرمنې په اسيايي لوبو کې هم د ژيړو مډال گټلى و .
    د افغانستان د المپيک کمېټې مشر انور جگدلک وايي په تيرو کلونو کې افغانستان په گڼو لوبو کې تر دوو سوو ډير مډالونه گټلي دي .
    په ډله ييزو لوبو کې هم د افغانستان د فوټبال لوبډلې په لومړي درې لوبې په همدې تيرو کلونوکې وگټلې .
    د افغانستان د کريکټ لوبډلې بيا په نړيوالو سياليو کې دوه اتلولۍ گټلي دي .
    افغان لوبغاړي وايي که چيرې موقعې او شرايط ورته برابر شي نو دوى د دې وړتيا ښوولې ده چې په نړيوالو سياليو کې وځليږي .
    د لوبو مينه وال وايي په المپيک لوبو کې لومړنى مډال د افغان لوبغاړو د دعوې ښکاره ثبوت دى .







    Attached Files
    Last edited by *Hala*; 22 August 2008, 21:38.
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: المپيک: افغانستان لومړنى مډال وگاټۀ


    chashmy bad door :D:
    der ala !!!

    Comment


    • #3
      Re: المپيک: افغانستان لومړنى مډال وگاټۀ

      :-)
      " Obstacles are what you see when you take your eyes off your goals "

      Comment


      • #4
        Re: المپيک: افغانستان لومړنى مډال وگاټۀ

        umbarak sha

        Comment

        Working...
        X