شعر
په خيال كې د وختونو سلسلۍ راټولوم
كچكول ته د حالاتو ناكردې راټولوم
تقدير راكړ عادت د همه واړه ناخواليو
دلبره په كوګل كې سرې لمبۍ راټولوم
له پيل نه تر پايه چې زه خپل ژوندون ته ځير شم
په واړه پړاوو كې غلبلې راټولم
چې هجر د ستم څپيړ له كله نه راكړې
لمن كې مې د اوښكو قافلې راټولوم
د ټولو سحر روڼ شو پر ماشپه ده تروږمی دئ
په هڅه د رڼا تورې تيارې راټولوم
په كوكه په فرياد او په آهونو څه ونه شول
په زړه به نور د صبر منجيلې راټولوم
په مينه كې دسرو لبو دميو هسې پوخ يم
لګيا يم پر بيېديا ماتې پيالې راټولوم
منصور غوندې د حق په چيغه كاشكي سر په دار وی
همېش مې زړه ته داسې ولولې راټولوم
همت وائي زما به زړګی هله په قرار شي
په غيږ كې چې د يار زلفې خورې راټولوم
په خيال كې د وختونو سلسلۍ راټولوم
كچكول ته د حالاتو ناكردې راټولوم
تقدير راكړ عادت د همه واړه ناخواليو
دلبره په كوګل كې سرې لمبۍ راټولوم
له پيل نه تر پايه چې زه خپل ژوندون ته ځير شم
په واړه پړاوو كې غلبلې راټولم
چې هجر د ستم څپيړ له كله نه راكړې
لمن كې مې د اوښكو قافلې راټولوم
د ټولو سحر روڼ شو پر ماشپه ده تروږمی دئ
په هڅه د رڼا تورې تيارې راټولوم
په كوكه په فرياد او په آهونو څه ونه شول
په زړه به نور د صبر منجيلې راټولوم
په مينه كې دسرو لبو دميو هسې پوخ يم
لګيا يم پر بيېديا ماتې پيالې راټولوم
منصور غوندې د حق په چيغه كاشكي سر په دار وی
همېش مې زړه ته داسې ولولې راټولوم
همت وائي زما به زړګی هله په قرار شي
په غيږ كې چې د يار زلفې خورې راټولوم
Comment