Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

پښتونه پاڅه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پښتونه پاڅه

    پښتونه پاڅه

    پښتونه پاڅه عاد تونه د دپلار پيداګړه

    په کومه لار باندې چې تللی هغه لار پيداګړه

    پام کوه وخت درنه تيريږي ګوره

    خوږه پښتو درنه مړه کيږي ګوره

    دستا پلارونه ميړني يا د شوي

    تل په تاريخ کې توريالي يادشوي

    هر يو ميدان ئي له دښمن ګټلی

    ځکه په نوم د ازمري يادشوي

    پښتونه پاڅه په عمل کې د تلوار پيدا کړه

    په کومه لار باندې چې تلی هغه لار پيداګړه

    کنه تاريخ د بر با ديږي ګوره

    خوږه پښتو درنه مړه کيږي ګوره

    ستا د تاريخ نه دښمنان ويريدل

    دستا د پلا ر نه اغياران ويريدل

    تل ئي په خوله کې ورته غاښ مات کړی

    د پښتون نوم نه ظالمان ويريدل

    پښتونه پاڅه دپلارونو زولفکار پيداکړه

    په کومه لار باندې چې تللی هغه لار پيداګړه

    ستا مقابل کې ګيدړان نن راپاڅيږې ګوره

    خوږه پښتو درنه مړه کيږي ګوره

    خپلې پښتوته احترام وساته

    ملي کلتورته د لږ پام وساته

    دښمن لګيه دی ستاکلتورختموي

    دغې دښمن ته فکر تام وساته

    پښتونه پاڅه دې دښمن ته داوس دارپيداکړه

    په کومه لار باندې چې تللی هغه لار پيداګړه

    کنه کلتور دې نن ختميږي ګوره

    خوږه پښتو درنه مړه کيږي ګوره

    د ستا پلارونه په پښتو ؤ مين

    دپښتونخوا په جګو غرو ؤ مين

    خپلې پښتونه ځاريدل به واړه

    په دود دستور دپښتنو ؤ مين

    پښتونه پاڅه دپلارونو دې دستار پيدا کړه

    په کومه لار باندې چې تللی هغه لار پيداګړه

    دستا تاريخ به بيا جوړيږي ګوره

    خوږه پښتو درنه مړه کيږي ګوره

    دستا ناموس دستا غيرت دی پښتو

    دستا عزت ستا شرافت دی پښتو

    خپلې پښتو نه سر اومال قربان کړه

    د ستادی شان دستا شوکت دی پښتو

    پښتونه پاڅه دې پښتو ته غاړې هار پيداکړه

    په کومه لار باندې چې تللی هغه لار پيداګړه

    جوهري ځکه نن سوځيږي ګوره

    خوږه پښتو درنه مړه کيږي ګوره

  • #2
    Re: پښتونه پاڅه

    پښتونه پاڅه عاد تونه د دپلار پيداګړه .....
    stasi intikhaab deer pa zar pori di..manana..
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

    Comment


    • #3
      Re: پښتونه پاڅه

      ڈیر خہ ڈیر اعلیٰ
      مون لائیٹ آفریدی ورڈ پریس ڈاٹ کام ۔۔۔۔۔۔ مون لائیٹ
      آفریدی بلاگ سپاٹ ڈاٹ کام

      Comment


      • #4
        Re: پښتونه پاڅه

        bohat acha hala ge

        Comment


        • #5
          Re: پښتونه پاڅه

          its realy beautiful design

          Comment

          Working...
          X