تصميم
ليری به ديره شمه ښار به ځان ته وګورم
داسی لکه زه چی يم يار به ځان ته وګورم
مينه که عذاب ګڼي مينه که ګنا بولي
زه ثاني منصوريمه دار به ځان ته وګورم
څوک چی ميلمانه پالي يو شمير پښتانه اوسي
کلي ته به نېغ ورشم لار به ځان ته وګورم
زړه به می په زړه ورکړم سربه می په سر خلکو
هيڅ په سود او زيان نه يم کار به ځان ته و ګورم
غاړه کی به يی ونڅم يار ته به ښکلا ورکړم
سپينه مرغلره يم تار به ځان ته و ګورم
خوارو خونخوارو خلکو يار ته می ځير مه ګوری
نه چی سپيلنی شمه نار به ځان ته و ګورم
داسی لکه زه چی يم يار به ځان ته وګورم
مينه که عذاب ګڼي مينه که ګنا بولي
زه ثاني منصوريمه دار به ځان ته وګورم
څوک چی ميلمانه پالي يو شمير پښتانه اوسي
کلي ته به نېغ ورشم لار به ځان ته وګورم
زړه به می په زړه ورکړم سربه می په سر خلکو
هيڅ په سود او زيان نه يم کار به ځان ته و ګورم
غاړه کی به يی ونڅم يار ته به ښکلا ورکړم
سپينه مرغلره يم تار به ځان ته و ګورم
خوارو خونخوارو خلکو يار ته می ځير مه ګوری
نه چی سپيلنی شمه نار به ځان ته و ګورم
Comment