لکه ستوري
لکه ستوري چی ځليږي په تندي کی د اسمان
پرخې د خوالو دي پر بړخو کی دجانان
توري لکه وريځې راخواری شي د سپږمۍ پر مخ
يخ نري شمال يې کړل پر مخ خواره زلفان
کلک د زړه په سر باندی جوړه لاسونه کيږدمه
غلي چی په ناز اشنا راواړوي چشمان
څنګه يې په زنه په هنر خالونه يښي دي
تا وا چی د واورې پر غره کيناستل مرغان
غلي رته وګوري او وخاندي مسکۍ هم شي
خدايږو لکه ګل چی تخنوي باد و باران
کيناستم پر اس د اميدونو تر اسمانه ځم
کندی له افقه نظر ووينم جانان
پرخې د خوالو دي پر بړخو کی دجانان
توري لکه وريځې راخواری شي د سپږمۍ پر مخ
يخ نري شمال يې کړل پر مخ خواره زلفان
کلک د زړه په سر باندی جوړه لاسونه کيږدمه
غلي چی په ناز اشنا راواړوي چشمان
څنګه يې په زنه په هنر خالونه يښي دي
تا وا چی د واورې پر غره کيناستل مرغان
غلي رته وګوري او وخاندي مسکۍ هم شي
خدايږو لکه ګل چی تخنوي باد و باران
کيناستم پر اس د اميدونو تر اسمانه ځم
کندی له افقه نظر ووينم جانان
Comment