غزل
ته سحاب، زه سينه کې اور لرمه
ځکه تل سترګې ستا په لور لرمه
وعده دې کړې چه يې هېره نه کړې
يوه خولګۍ زه په تا پور لرمه
ستا د ستم سين نه به پورې اوزم
لا خو جانانه زړه کې زور لرمه
ماته دا ټوله دونيا خپله ښکاري
ياره چه ستا په زړه کې کور لرمه
ستا بددوعا هيڅ حيثيت نه لري
لاس په دوعا ذهيره مور لرمه
بس دی په خولا شه نور مې مه زوراوه
جانانه سل غمونه نور لرمه
ته سحاب، زه سينه کې اور لرمه
ځکه تل سترګې ستا په لور لرمه
وعده دې کړې چه يې هېره نه کړې
يوه خولګۍ زه په تا پور لرمه
ستا د ستم سين نه به پورې اوزم
لا خو جانانه زړه کې زور لرمه
ماته دا ټوله دونيا خپله ښکاري
ياره چه ستا په زړه کې کور لرمه
ستا بددوعا هيڅ حيثيت نه لري
لاس په دوعا ذهيره مور لرمه
بس دی په خولا شه نور مې مه زوراوه
جانانه سل غمونه نور لرمه
Comment