Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

    غزل

    د نغمې سُـــر ښه دى كه تــــــــــال ښه دى
    كه ستا پر زنه شينـــــــــكى خال ښه دى

    له بل چا څه پوښتـــــو بــــــــــس ته ووايه
    چې خپله خوله راكړې كه سوال ښه دى

    د وصل يوه شيبــــــــــــــه تر عمره ښه ده؟
    كه انتظار يې ســــــاعت نه كال ښه دى؟

    لنــــــــډه يې دا چې واعــــــــــــــــظه واوره!
    تاته ثــــــــــــــــــواب ماته اوبــــــــال ښه دى

    اقبــــــــاله نشتــــــــه نور دې خدايګو مزه
    يو په غزل كې دې كمــــــــــــــــــــال ښه دى
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

    غزل

    لاس كې مې د خيال تيشه ده كاڼې به هندارې كړم
    جوړې به د وصل د تصــوير كلي ته لارې كړم

    بس د زړګي وينه غواړي مينه غواړي نور څه نه
    ته چې رانه پوښتې چې نغمې څنګه خمارې كړم

    بيا به دې په چم كې بلبلان سندرې ووايي
    سوې لوې دښتې به دې واړه مرغزارې كړم

    ته به راته څه راكړې اى ښكليه راته ووايه
    زه به مې سندرې ستا د حسن پرستارې كړم

    لا خو دې اقباله تر منزله مزل پاتې دى
    پيغلې پښتنې به دې د شعر خريدارې كړم
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

    Comment


    • #3
      Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

      غزل

      لكه نغمه لكه سنــدره خوږه
      ېې راته خوږ داسې دلـبره خوږه

      ستا دې قسم وي چې ښې ډيرې كوه
      ستا هره يوه يوه خـبره خوږه

      جار له ستـمه دې په سترګو يې وړم
      ناز دې ګبين ادا شكـــره خوږه

      وطـــنه څه ميوې دانې دې ستايم
      خاوره خـــوږه هم دې ډبــره خوږه

      زه ساه نيـولى دې ناڅاپـــه ووې
      وايه غزل دې نغمه ګره خوږه
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment


      • #4
        Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

        غزل

        چې يې حسن كړي له لمر سره خبرې
        څنګ به مونږ وكړو دلبر سره خبرې

        مونږ د تورو شپو د چم يو لاره وركي
        ډيرې ګرانې دي سحر سره خبرې

        ستا كرم كه د كوثرو پيمانې دي
        سيتمونه دې محشر سره خبرې

        د بد رنګو د بيقدرو پر ژوند راج دى
        يو شاعر كړې ړنګ ګودر سره خبرې

        لا د فن مې سيپاره لوستلې نه ده
        څومره ښې كړم په هنر سره خبرې
        u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

        :pr:

        Comment


        • #5
          Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

          غزل

          زما خو نه ټپه نه مې سندره وي خوږه
          خو ستا څنګه اشنا هره خبره وي خوږه

          زه څنګه به د خپلې مينې قدر نكړم شيخه!
          سيپې په خپل زړه كې مر غلره مي خوږه

          په هر قدم يې نياز له نازه زر ځله ځاريږي
          هر څو كه شوخوشنګه وې دلبره وي خوږه

          راستون چې مې د خيال مارغه له ښكاره شي د شعر
          نيولې په پنجو كې يې كوتره وي خوږه

          خندا خو دې په زړو كې سمې لارې تيروي
          موسكا دې د سوركو شونډو شكره وي خوږه

          چې ټوله د فطرت په څير د حسن كرشمه وي
          نغمه دې بويه داسې نغمه ګره وي خوږه
          u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

          :pr:

          Comment


          • #6
            Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

            غزل
            پوهيږو نه په سمه كه بيلارې لاروي يو
            خو ستا د تكې سپينې خولې خونكارې لاروي يو

            په ځوان تفكر ځوان تخيل ځوانو جذبو وايو
            نغمې د ليونې مينې سرشارې لاروي يو

            د ستړيو ،ګريوان څيرو،پښې يبلو،سرببرو
            تصوير واخله ځمونږ د وخت هندارې لاروي يو

            د ژوند باج مو راوړى دى د مينې په نوم تاته
            چې تنده دې پرې ماته شي خمارې لاروي يو

            اقباله ستا رومان رومان غزل پسې مړه مړه يو
            د هر داسې شاعر او سندر مارې لاروي يو
            u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

            :pr:

            Comment


            • #7
              Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

              غزل
              چې عشق راوښوده د مينې د رازونو ژبه
              اوس سره وايو مونږ د سترګو او د زړونو ژبه

              خدايه باران د كوثري ميو راووروه
              له مودو وچه ده له تندې د وختونو ژبه

              چې مې د هجر شپه په ساندو او په وير تيره شي
              ځكه مې زده كړه د بلبل د فريادونو ژبه

              زما د روح د تږي ذوق تنده پرې تل ماتيږي
              ګونګه يې مه كړې د شپونكي د تورو غرونو ژبه

              اقباله تايې چې له درد سره ياري كړې ده
              ځكه غزل دې شو د تاندو پرهرونو ژبه
              u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

              :pr:

              Comment


              • #8
                Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

                غزل
                لكه د سپينـــــــــو اوښكو سپينې ډيوې
                زړو كې مو بلې دي د مينـــــــــــې ډيوې

                مونړ وې د سپين سحر په نوم شيندلې
                رنګ به مو راوړي هاغه وينــــې ډيوې

                د بيلـــــتانه بدرنګې وخــــــــــــــــــــــوړمه
                د وصـــــــــــل بلې كړه حسينـــــې ډيوې
                u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                :pr:

                Comment


                • #9
                  Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

                  غزل
                  مذهب زمونږه عشق دى بس د حسن بندګــــي ده
                  زمونږ له خوارو څه پوښتى چې څنګه زندګـــي ده

                  هو ياد به ښه نه وي خو مونږ در وې د زړه وينـــې
                  دا نن چــــې دې د حسن باغ كې دومره تازګي ده

                  پوهيږو نه حيران يو چې خطا ده زمونږ كــــــــــومه
                  لار تيره له هر خوا زمونږ پر كلي د مــــــــــــرګي ده

                  د سوز دا سوى غږ چې يې سړى له هوشه باسي
                  اقباله دا شپيــــلې كه ســـــــــــــرنده دې زړګي ده
                  u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                  :pr:

                  Comment


                  • #10
                    Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

                    غزل
                    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                    :pr:

                    Comment


                    • #11
                      Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

                      غزل

                      د ژوند د خم تر غاړې ناست لكه مــاړه چې ناست وي
                      داسې مثــــال د پښــتنو لكه كاڼـــه چې ناست وي

                      زمونږ د زلمو احساس مړ شوى،دي اوس داســې لكه
                      د ژوند د خير په غونډې ناست لكه زاړه چــې ناست وي

                      په كار او ژوند پسې زه څنګه له دوى مخــــه وكړم
                      تل مې د زړه كور كې يادونه ميلمانه چې ناست وي

                      ښايي دوى هم د چا ديدار لپاره شپـې روڼوي
                      ستوري اسمان كې ګرده شپه داسې راڼــه چې ناست وي

                      دا سوي سوي اسويلي يې شي نغمــې د غزل
                      اقبال دې كله ستا په اور د بيلتـــانه چې ناست وي
                      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                      :pr:

                      Comment


                      • #12
                        Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

                        غزل

                        ټول حال به يې ويلى واى ارزو مې ليونى ده
                        خو كاش چې مې د درد او داحساس ژبه ګونګى ده

                        د ژوند په لار مو داسې پر ازغنې لارې يون دى
                        هر اه زمونږ له درده هره ساه زمونږ سلګى ده

                        اى هسكه داسې نه چې د شكوې خوله مو خلاصه
                        د نورو واړو جوړه زمونږ ورانه دنياګى ده

                        چې خداى خبر به كله تر خپل بخته پوري رسي
                        د زړه ډولۍ كې ناسته مو د هيلو ناوكئ ده

                        د كومې يوې شهيدې به تر پزې ځړيدله
                        پرته يې خړه پړه نن په خاورو كې نتكئ ده

                        اقباله ځان ورك نه كړې لا خو وخت دى ورته پاتې
                        غزل دې لا ګلاب نه دى غزل دې لا غوټئ ده

                        u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                        :pr:

                        Comment


                        • #13
                          Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

                          غزل

                          چې رنګ يې د ښكلا شو په تن خــــــور د پسرلي
                          په باغ يې د ځوانۍ ګډ شو يو شــــــــور د پســـرلي

                          دا ډېر كلونه وشول بيايې مخ راښكاره نكـــــــــــړ
                          ورځم كه يې پيدا كړم چېرته كور د پســــــــــــرلي

                          تر غاړې به يې هار د نغمــــه ګرو زړونو تاو كړو
                          چې پرې يې د احسان شي پر مونږ پور د پسرلي

                          زړګى مې د فراق په تېرو غشــــــــو لګېـــــــــدلى
                          زخمـــــــــونه به مې جوړ شي په ټكـــور د پســرلي

                          اقبال نه هسې څه پوښتـــى ښائيست يې د جانان
                          په سترګـــــــــــــــو كې راټول يې واړه زور د پسرلي
                          u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                          :pr:

                          Comment


                          • #14
                            Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

                            ساقي

                            ساقي چې شـــراب را نه كړې جامونه ماتــوم
                            پر نورو ميخورانو دې ســــرونه ماتوم

                            (په خوي او په فطرت كې زما ټكــى وفا نشتــه)
                            اشنـا راته ويل چې هســې زړونه ماتـــوم

                            د ميني پرځاى تخـــم چې د كركې شينـدي چيرته
                            په سوك د داسې كس خـــوله كې غاښونه ماتـوم

                            په پښو كې يې نور وړاى نشم، كړې پښې يې راته ماتې
                            د وخت دا زولنـې، دا رواجونه ماتـــوم

                            كه خداى وكړي، كه ونغاړم تصوير يې په غـزل كې
                            پر مخ د تخــيل يې زه رنګـونه ماتـوم

                            دا خپل دې ليــوني ذوق يې راوستـــــــى يم ديدن ته
                            خداى مه كړه چې ګلبڼ كې به ګلونه ماتـــوم

                            حضــور ته دې راغلى يم د ســرو شونډو بوسې ته
                            په زړه كې مې دا تنــدې، دا اورونه ماتــوم

                            اشنا وې لږ د راز و نيـاز دنيــا ته سر ښكاره كړه
                            بيا ورو ورو درنه خپــله حجابونه ماتـوم

                            u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                            :pr:

                            Comment


                            • #15
                              Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه ..................

                              بلنه

                              ستا د راتلو په انتظار چې ته راځې او كه نه
                              درته به يم سترګې په لار چې ته راځې او كه نه

                              د زړه ګلبڼ كې ټوكيدلي مې دي سره ګلونه
                              دي مې د ژوند ورځې بهار چې ته راځې او كه نه
                              u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                              :pr:

                              Comment

                              Working...
                              X