غزل
ستا دچم رېګونه دي که کاڼي دي؟ماته خو لعلونه دي که کا ڼي دي؟
لوظ دې دخولې ګل دی خوخبرنۀ يم
نيت کښې دې ګلونه دي که کاڼي دي؟
د رد او محبت بېخي نۀ پېژ ني
دا د ښکليو زړونه دي که کاڼي دي؟
خپل لاس کښې لۀ کاڼونه تپوس اوکړه
مات زمونږ سرونه دي که کاڼي دي؟
دا چې پرې د خوار د تن هډونه خوري
خولو کښې يې غاښونه دي که کاڼي دي؟
وړې ډکه منګول چې د "طوفان" په لور
ﻻس کښې دې ګلونه دي که کاڼي دي؟
![Rose](https://pgians.pegham.net/core/images/smilies/rose.gif)
د رد او محبت بېخي نه پېژ ني
دا د ښکليو زړونه دي که کاڼي دي؟
Comment