Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

د ښاغلي ډاکټر حسن شعرونه .....................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ښاغلي ډاکټر حسن شعرونه .....................................

    ښکلامروت

    په هغو سترګو کې خمار دالفت پاتي نه شو
    ځواني ورځه اوس دلغزش ضرورت پاتي نه شو

    دنظر ژبې ئې کیسې کړې یو پر بله پسې
    ګلابي شونډو ته ئې ځکه فرصت پاتي نه شو

    داسې عادت کړمه قفس دخلوتونو سره
    چې په وزرو کې مې شوق د الوت پاتي نه شو

    چې ئې هوا پلو اوچت کړي مخ په څڼوکړي پټ
    په دې مالت کې د ښکلا مروت پاتي نه شو

    چې مو تر منځ شول دبیلتون دکنګلونو غرونه
    دا مو په مینه کې هغه حرارت پاتي نه شو

    مونږ چې لمنې کړې داغونوته خورې حسنه
    دمحبت په لاله زار کې تهمت پاتي نه شو
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: د ښاغلي ډاکټر حسن شعرونه .....................................

    معما

    مسکی شي لکه ګل چې داشنا غیږ ته ور ځم
    زه پرخه له خوښي شم په ژړاغیږ ته ور ځم

    مین که ګنهګار وي دګنا غیږ ته ور ځم
    ورځم لکه بړ بوکه په نڅاغیږ ته ور ځم

    پیغام د اداګانوئې چې لولم په ککو کې
    لفظونه شي بې وسه دمعنا غیږ ته ور ځم

    هرڅوکه دحالاتو له ګرداب ساحل ته وزم
    بیا هم لکه موجونه د دریا غیږ ته ور ځم

    مفهوم دزندګي پسې چې ګرزمه حسنه
    معنا شي رانه ورکه د معما غیږ ته ور ځم
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

    Comment


    • #3
      Re: د ښاغلي ډاکټر حسن شعرونه .....................................

      دویرتورې جامې

      په بڼونا ست دتا دلا رې غبار چیرته یوسم
      زه د لیمو نه د وصال انتظارچیرته یوسم

      دلته بلبلودي اغوستې د ویر تورې جامې
      دګل په سرو وینو لړلی بهار چیرته یوسم

      کندې کپرې مې ځواني کړه په پردي وطن کې
      د ځوانیمرګو ارمانونو انبارچیرته یوسم

      زمونږ په کلې کې اوسیږي دخندا خریدار
      دزړه تڼاکو کې ټومبلی پرهارچیرته یوسم

      یوځلې بیا شه را په غاړه زما تار تار ګریوانه
      له تا نه پرته مې داوښکو کتار چیرته یوسم

      زمونږ دوینو د سیندونو طغیاني شوې څپې
      دبې نوا افغان دوینو ابشار چیرته یوسم

      دلته وحشت دي کاڼه کړي داحساس غوږونه
      زه دفکرو دزولنو شرنګهارچیرته یوسم

      حسنه را به وړم له غمه درته ډکه جولۍ
      خو ستا له زړه نه تر هیدلی قرارچیرته یوسم
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment


      • #4
        Re: د ښاغلي ډاکټر حسن شعرونه .....................................

        دالفت میکده

        دالفت د میکدې چې څوک میخور وي
        لکه تاک په هر یو رګ کې به يې شور وي

        په ځلا نده مخ يې ژر دوکه ؤ نه خوري
        هسې نه لکه ایئنه بل مخ يې تور وي

        فقط اوس زما د سترګو کعبه نه يې
        په لحد کې به مې هم مخ ستا په لور وي

        ستورو لپې وې رڼا ته يې نیو لې
        د زلفانو په ما ښام کې يې شبکور وي

        دمنګي په څا څکو لو ند سا لو کې راغله
        په لمن لکه دغره لا له زار خور وي

        داسمان دشته وړه ورته ښکاریږي
        چې حسن د تفکر په نیلي سپور وي
        u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

        :pr:

        Comment


        • #5
          Re: د ښاغلي ډاکټر حسن شعرونه .....................................

          سوزګداز

          ستا نظر چې نن کتل په کوم انداز کړو
          ما انګړ د لېمو فرش ورته په نیاز کړو

          په لوندوالي د وزرو اوس خبر شو
          چې يې فکر تر مادي پورې پرواز کړو

          زمونږ د خواروپه رڼا کې سترګې برېښي
          لکه شمع خپل تورتم ته سوز ګدازکړو

          کم يې مه ګڼه تر خوان د بادشا هانو
          که په ویړ تندي چا وړاندې درته پیاز کړو

          عا قبت ته د هستۍ به کله پام کړو
          که به يې فکر تل د حال او د اغاز کړو

          بډاینه په ثروت سراب لیدل دي
          استغنا غني حسن غریب نواز کړو
          u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

          :pr:

          Comment

          Working...
          X