Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

کوم اختر ؟ ؟ ؟ ............................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کوم اختر ؟ ؟ ؟ ............................................

    اختره تاته کوم اختر ووايم
    څنګه به تا ته بختور ووايم
    اوښکی لا پا کی ندی وچی ندی
    څنګه به تاته بختور ووايم


    د پيغلو ﻻ سو کې د نکريزی نشته
    د خوښی شپی يی سندريزې نشته
    ﻻ سونه مات چمبی يی ماتې ښکارې
    ټپی يی نشته څلوريزی نشته


    ګوره د پیغلو اټا لونه نشته
    د ځوانی خيال او حوسونه نشته
    چارګل په پوزه باندی نه ښکاريږی
    د شونډو سرو کی پيزوانونه نشته

    هلته کوڅو کی ببرسره ګرځی
    ډير ماشومان مو در په دره ګرځی
    د خواست په ﻻس يوه روپی غواړی
    تمامه ورځ تر مازديګره ګرځی

    د چا کالی نشته بوټان نلری
    څيری کميس يی ﻻ ګريوان نلری
    دا ټول بدن يی له يخنې نه ريږدی
    ګرم لباس دا ملنګان نلری


    ډيرو کورونو کې تختی لمدې دې
    ځوانان شهيد دۍ او لمبی لمبی دی
    ډير د باروتو او مرمی خوراک شول
    زړونه دې چاودې او ارې ارې دې


    اختره يی د زور واکانو اختر
    لکه چی يی د ظالمانو اختر
    پام چی خفه نشې ګيلی لرمه
    کله به شې د مظلومانو اختر


    شته دې ﻻسونه ﻻ په وينو ککړ
    شته انسانان په خيانتونو ککړ
    د ﻻله ګل سور داغ په زړه پاته شو
    د ليلی دشته په زخمونو ککړ


    حفيظ ( مليار ) يم ارمانونه لرم
    وطن می وران دې چې غمونه لرم
    اختره پوه شه سپيلنې غوندې يم
    دود يم لوګې يم ليونې غوندې يم

    ٢١ ٩ ٢٠٠٧ م
    اتريش ويانا
    Last edited by *Hala*; 1 October 2007, 19:52.
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: کوم اختر ؟ ؟ ؟ ............................................

    اختره تاته کوم اختر ووايم
    څنګه به تا ته بختور ووايم
    اوښکی لا پا کی ندی وچی ندی
    څنګه به تاته بختور ووايم

    AWWW DA KHO DA KAMAL SHAREING DY
    NOR SHARINGS TA STARGI PA LARA !!!!

    Comment


    • #3
      Re: کوم اختر ؟ ؟ ؟ ............................................

      Hala Maaar dda Kram .......... :blush:

      Dumra Kha Nazam wi............uffffffff ALLAH

      Comment


      • #4
        Re: کوم اختر ؟ ؟ ؟ ............................................

        staso dwaro na manana
        u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

        :pr:

        Comment

        Working...
        X