نظم
وطنه ته چرته کښ پاتې شوې او زه مسافر
مونږ درنه لاړو په ډوډئ پسې سپیرۀ مسافر
زرونۀ مو کاڼی شو ذهنونه مو ړانده کاڼه شو
سترې مو وچې شوې وراستۀ مو د لیمو باڼه شو
د محبت سندرې لاړې ساندې ډیرے وایوو
اوس د بیمار ذهن وتلې تیرے بیرے وایوو
که د سینې د کور ورونه مونږه پورې ساتو
وطنه بیا هم ستا یادونه په زرۀ پورې ساتو
خداۍزده وطنه چه نصیب به ستا دیدار شی زمونږ
که زندګی به د سفر زوړند په دار شی زمونږ
خو بیا هم طمع لرو دا چه خاوره مور لرو مونږ
کلې حجره پټئ درشل لرو او کور لرو مونږ
څوک ستا د لوری چه راځی خبر په آن رسوؤ
ستا د وږمو د ویش په طمع ورته ځان رسوؤ
ستا د ښکلا او د خائیست ترې تپوسونه کوؤ
ستا د فصلونو بارانونو ترې سوالونه کوؤ
که د سپرلی خبرې کړی ماحول سپرلی سپرلی شی
لکه په غاړه د آسمان کښ د شفق سرخی شی
که د یخنئ خبرې کړی نو مونږه وبوږنیږو
لکه په ونه کښ د پاڼو په شان وریږدیږو
که د ګرمئ خبرې کړی داسې تاودۀ تاودۀ شو
لکه د ژمی د نغری په غاړه تود اودۀ شو
که د چینو خبرې کړی یا د واورینو څوکو
لکه ګودر ته چه قطار وی د خائیسته پیغلوکو
که چرته ګور ځنګل کښ حسن د چنار یادوی
لکه د زلفو پۀ تیارو کښ مخ د یار یادوی
وطنه ټولې قیصئ ماته کلیوال اوئی
خو په اخر کښ راته ستا د لوری سوال اوئی
وطن کښ هر څۀ هر څۀ وو خو نه وے تۀ فیروزه
چه په ډوډئ پسې ورک شوې ئے سیرۀ فیروزه
وطنه ته چرته کښ پاتې شوې او زه مسافر
مونږ درنه لاړو په ډوډئ پسې سپیرۀ مسافر
زرونۀ مو کاڼی شو ذهنونه مو ړانده کاڼه شو
سترې مو وچې شوې وراستۀ مو د لیمو باڼه شو
د محبت سندرې لاړې ساندې ډیرے وایوو
اوس د بیمار ذهن وتلې تیرے بیرے وایوو
که د سینې د کور ورونه مونږه پورې ساتو
وطنه بیا هم ستا یادونه په زرۀ پورې ساتو
خداۍزده وطنه چه نصیب به ستا دیدار شی زمونږ
که زندګی به د سفر زوړند په دار شی زمونږ
خو بیا هم طمع لرو دا چه خاوره مور لرو مونږ
کلې حجره پټئ درشل لرو او کور لرو مونږ
څوک ستا د لوری چه راځی خبر په آن رسوؤ
ستا د وږمو د ویش په طمع ورته ځان رسوؤ
ستا د ښکلا او د خائیست ترې تپوسونه کوؤ
ستا د فصلونو بارانونو ترې سوالونه کوؤ
که د سپرلی خبرې کړی ماحول سپرلی سپرلی شی
لکه په غاړه د آسمان کښ د شفق سرخی شی
که د یخنئ خبرې کړی نو مونږه وبوږنیږو
لکه په ونه کښ د پاڼو په شان وریږدیږو
که د ګرمئ خبرې کړی داسې تاودۀ تاودۀ شو
لکه د ژمی د نغری په غاړه تود اودۀ شو
که د چینو خبرې کړی یا د واورینو څوکو
لکه ګودر ته چه قطار وی د خائیسته پیغلوکو
که چرته ګور ځنګل کښ حسن د چنار یادوی
لکه د زلفو پۀ تیارو کښ مخ د یار یادوی
وطنه ټولې قیصئ ماته کلیوال اوئی
خو په اخر کښ راته ستا د لوری سوال اوئی
وطن کښ هر څۀ هر څۀ وو خو نه وے تۀ فیروزه
چه په ډوډئ پسې ورک شوې ئے سیرۀ فیروزه
Comment