څوک مسافر مه کړے خپل کلے کور په وران مه کړے
عظیمه خدایه !!! ته بل څوک زما په شان مه کړے
ما د ژوندون لمحې په څومره لوئ قیمت اخیستی
څوک د سفر سودا کښ ما غوندې ارزان مه کړے
په څو څو لاکه شهیدانو یې وطن ګټلې
نور د افغان کور د غلیم د لاسه وران مه کړے
مونږ دخپل عشق په خاطر بیا سره یو ځائ کړے ربه
زۀ د جانان او نور جانان زما ارمان مه کړے
خدایه چه څوک هم د پښتون په کور کښ شر جوړوی
دا مې دعا ده چه یې خپل کورګې ودان مه کړے

Comment