Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه .................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #16
    Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه .................................

    د ليک ځواب
    سلام مې واخله ګيله منه اشنا
    ليك دې دا څو شيبې دمخه راغى
    لكه يې ګل په ليدو وغوړيدم
    نسيم چې ستا له خوا په مخه راغى

    ولې خبر نه يې چې مل مې نشته
    د ژوند په جنګ كې يكتنها پاتې يم
    دلته څوك نه لرم رفيق د مينې
    لكه يو ستورى د سبا پاتې يم


    مامې والله ماتې وعدې ځوروي
    ستامې د حسن ميكدې ځوروي
    د غرونو غاړې دې په خوب كې وينم
    د ماشومتوب تيرې شيبې ځوروي

    څه وكړم وخت يم په زنار تړلى
    چا يم د هجر په انګار تړلى
    چامې د سوي زړه ارمان قتل كړ
    چا يم منصور غوندې په دار تړلى

    ګرانه له ما د مينې تږى مه شې
    د زړه په جام كې در ليږم به مينه
    زه دې ساقي ته مې ميخور يې اشنا
    لكه خيام كې در ليږم به مينه

    وطن د ژوند دې لومړى باب ؤ زما
    د حسن شين ځنګل كتاب ؤ زما
    د ځنګل هاغه لاهوتي سندرې
    د خپل ماشوم زړګي رباب ؤ زما


    هاغه په زړه كې مې كرلې نغمې
    اوس په تنكو څانګو ګلونه لري
    ستا د شينكي څنګل يې رنګ اخيستى
    په هر يو رنګ كې سل رنګونه لري

    له مرګي هير شې له ما هير نه يې
    د زړه په تل كې به دې تل اوسوم
    ګيله دې حق ده خو چې نشم درتلى
    ياد به دې زړه كې لكه ګل اوسوم
    ۱۲ ديسمبر ۲۰۰۱ ټل
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

    Comment


    • #17
      Re: د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه .................................
      د خپل ګران نيكه په ياد
      ويرنه

      چې له ځان نه ورته ګران وو
      له جهان ورته ګران وو
      له طبيب ورته تير وو
      له درمان ورته ګران وو
      د مرګي موزيګي هاغه
      نن له مونږ نه مرور كړ

      چې اميد چې يې اسره وه
      چې يې ښكلې خاطره وه
      په تيارو كې د ژوندون يې
      د رڼا بله ډيوه وه
      هايې پريښودل دى لاړو
      چا له هفو مرور كړ

      يوه د مينې ځليدونكي
      زړه يې سپينه آينه وه
      د اوبو په شانې نرمه
      يوه مهينه آينه وه

      چې هر چا به ورته څه وې
      ده وې دى ښه وايي ښه دى
      دا خواخوږى مې د غم دى
      خوښ په بدو زما نه دى

      لاړو لاړومرور شو
      د مرګي په سفر لاړو
      وې ېې نه راځم بيا بيرته
      آبدي په سفر لاړو
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment

      Working...
      X