زما ګنا ه
نه مې د چا مال خوړلی نه مې څــــــــــــوک وژلي دي
نه مې چا ته ورک شه يا ګم شو کلـــــــــــــه ويــلي دي
نوره ګناه نه لرم پدې ګناه مـــــــــــــې مه نيســـــــــــــــــه
زړه کې مې پټ ظالم ته بد غــــــــــــــوندې کتلـي دي
وخت د اعتراف دی ګنـــــــــــــاه خپــــــله درتــه وايمه
نه يم منکر په مظلومانـــــــــــــو مې ژړلــــــــــــــــــي دي
دا ګناه د سترګو کــــــــــــــه د زړه ده نه پوهيږمـــــــــــه
بد مې چې ليدلي خدايــــــــــــږو بد مې هم ګنلي دي
نه ومه خبر پرده مـــــــــــــې لږ غوندې چې جګه کـــړه
نه دی د ويلــــــــــــــو هغه څه چې ما ليــــــــــــــدلي دي
زه يې په ليدلو او ويلو ګناه کــــــــــــار شـــــــــــــــــومه
نور يې په کولو او عمــــــــــــل باندې ښاغلـــــي دي
نه يمه خاين په خيـــــــــــــانت د نورو پوه يـــــــــــــــمـــه
پوهه که ګناه وي خــــــــــلق ټول اوس پوهيدلي دي
دا چــې ډير کــــــــــــاڼه درته ولاړ دي ټيټ سرونه هم
ستـــــا مخــــــــکې چې سم نشو سم کله چليدلي دي
هيڅ اميد ترې مه کړه که څوک ځان د تا غلام ګني
مـــــا غــــــــــلامــــــــانه ذهنيتــــــونه پيژنـــــــــــدلي دي
لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکـــــــــــــــــــــوي د بل
ډير په دغـــــــــــــــه شغل رياست ته رسيــــــــــدلي دي

Comment