زه په هر نن کي د پرون د مرګي نخښه وينم
ما تــــــه خبــــــري د سبــــا او سباوون مه کوه
زه لـــه ازادو الــــــوتــــــلو بـــــــې نصيبه سولم
مــــا وزر مـــــاتي تـه خبري د ژوندون مه کوه
زمــــا دروغجــنو اسوېليو ته چي و نه ژاړې
بـــــاور زمـــا پــــــه فريادونو شواخون مه کوه
ما د صياد له ويري پرېښودل خپاره سېلونه
ما تـــه خبــــري د ملګرو د بېلتــــون مــــه کوه
د زړه په خوښه د قسمت و دام ته و لـوېدمه
لاپــي د مکــــر د حــيلې او د افسون مه کوه
تـــــازه د عــــــقل د زنــــــدانه راوتــــلئ يـــــــمه
راتـــه کيسې د هوښيارۍ د افلاطون مه کوه
مــــا چي د زړه څخــــه آرزو د سبــــــــا و شړله
را تـــه خواږه خواږه نکلونـــــه د پرون مه کوه
مـــا پـــه آغاز کښي د انجام زڼي ليدل ژړېدم
مـــا تـــــه فـــــرياد د زمانـې د اوښتون مه کوه
چــــي د ازل ســــاقي پياله درته نسکوره کړله
بېځايــــه طمع لــــه کچکوله د ګردون مه کوه
Comment