Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

مناجات ...........................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • مناجات ...........................

    مناجات
    لویه خدایه دا غمجن غمجن زړګي مو را خوشحال کړې
    موږه ټول په خپل کرم سره د نبي په لور روان کړې

    له بدعت منافقته له لویۍ او رزالته امان راکړې
    په طاعت او عبادت سره بیا زموږ زړونه روښان کړې

    رانه پورته بدبختۍ کړې رانه ورکې دوښمنۍ کړې
    په خپل فضل او رحمت سره مو د سولې لارویان کړې

    د محشر وېره مو خدایه سختو زړونو کې پیدا کړې
    له طوغیان او سرکښۍ نه مو سرونه په امان کړې

    له نفاق او تربګنۍ له بېځایه بدبینۍ زموږ جرړې په وتو دي
    د موجونو منځ کې ګير بېړۍ مو بچه له طوفان کړې

    موږ مشغوله کړې په خپله بندګۍ او بادشاهۍ کې
    په تسبیح او په ثنا دې بیا زموږ زړونه ستومان کړې

    په کوم لاره چې خوښي او رضایت ستا حاصېلېږي
    د حبیب په برکت مو د دې لارې پیروان کړې

    د ((خرم)) د عاجزۍ لاسونه پورته ستا په لور دي
    پاک سبحانه سخت سفر مو راته څه ناڅه آسان کړې
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:
Working...
X